پاکستاني پوځ يو ځل بيا ويلي چي د چهار صدې په پوهنتون کې د بريد پلان په افغانستان کي رامنځ ته شوی وو

د پاکستاني پوځ وياند له خبريالانو سره په خبرو کي ويلي: په افغانستان کي يوه پاکستاني طالب قومندان ددې بريد پلان رامنځ ته کړی وو او ب2_94181ريدگرو ته يي هم په افغان خاوره کي روزنه ورکړې وه

د افغانستان ولسمشری ماڼۍ درې ورځې وړاندې د پاکستان پوځ هغه ادعا چې ګواکې د پیښور چهار صدې پر پوهنتون برید پلان په افغانستان کې رامنځ ته شوی وو رد کړی، ویلي یې وو، افغانستان هیڅ کله له ترهګریزو ډلو ملاتړ ندی کړی او نه یې هم دې ډول وسله والو ته ځای ورکړی دی. خو له دې سره د پآکستان د پوځ ویاند د پیښور چهار صدې پر پوهنتون په برید کې چې په لړ کې یې شل کسان ووژل شول او له پنځوسو ډیر نور ټپیان شول هغه ډلې په لاس لرلو تورنې کړې کوم چې ددوی په وینا، پّ افغانستان کې میشتې دي. ده ویلي دا برید د عمر منصور په نامه د وسله والې دلې له لوري تر سره شوې او دې جنګیالیو ته هم په افغان خاوره کې روزنه ورکړل شوې وه چې د برید لپاره د تورخم له لارې پیښور پسې مردان ته لیږدول شوي. ده د ثبوت په ډول یو غږیز پیغام هم خپور کړی دی.

جنرال عاصم باجوه – ” دا برید د افغانستان له خاوری کنترولیده نن مې اړینه وګڼله چې له لسو نیول شویو اړیکو څخه یوه یې له غږیز سره تاسو ته در وښیم د افغانستان یو سیمکارته چې ترې کار اخستل شوی د کلپ لاندې لیکل شوی دی.”

جنرال باجوه زیاته کړې: څلور هغه کسانو چې په دې برید کې همکاري کړې نیول شوي دي او امنیتي ځواکونو ټول هغه کسان چې په دې برید کې یې ډول نه یوډول لاس درلود پیژندلي دي

د پاکستاني پوځ ویاند په خپلو خبرو کې په دې پیښه کې افغان حکومت په لاس لرلو ندی تورن کړیږ

داسې ښکاري چې د پاکستان له لوري ددې دول تورنو لګول پر هغه تورنو د پردې اچولو په مانا دی چې افغان حکومت یې پر پاکستان لګوي. افغان حکومت پّ افغانستان کې په هر برید کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *