جو بايدن معاون رييس جمهور آمريكا

که چيري د سوريي دولت او ددوی وسله وال مخالفين د ستونزو د هواری په موخه په خبرو کي پاتي راشي نو امريکا او ترکيه به په دي برخه کي پوځي گام پورته کړي

د امريکا مرستيال ولسمشر ترکيې ته د سفر پر مهال له دې سره (پي ک ک) وسله وال له داعش سره پرتله کړي دي او دايي ترهگريزه دله ښودلي ده

د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن د ترکیې له لومړي وزیر ا

جو بايدن معاون رييس جمهور آمريكا
جو بايدن معاون رييس جمهور آمريكا

حمد داود اغلو سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې ویلي: که چیرې د سوریې دولت او ددوی وسله وال مخالفین د د ستونزو په موخه په خبرو کې پاتې راشي نو امریکا او ترکیه به په دې برخه کې پوځي ګامونه پورته کړي. له دې ناستې وروسته یوه امریکایي چارواکي ویلي: د جوبایډن دڅرګندونو موخه د ټولې سوریې ستونزه نه بلکې له داعش سره جګړه وه.

له دې سره بایډن د کردستان کارګر ګوند پې ک ک یوه ترهګریزه ډله ښودلې ویلي یې دي دا دله د داعش او النصرې په څیر د ترکیې د امنیت او ټیکاو لپاره ګواښونکې ده.

جوبايدن/ ” مونږ په دې پوهیږو که چیرې د سوریې ستونزو د خبرو له لارې هواره شي ښه به وي، خو که چیرې دا ستونزه له دې لارې هواره نشي مونږ د داعش پر وړاندې د پوځي ګام په پورته کولوسره دا ستونزه هوارولی شو. داعش یواځې د ترکیې پر وړاندې ګواښ ندی بلکې پې ک ک هم د ترکیې د امنیت لپاره ګواښ رامنځ ته کوي او مونږ په دې ښه پوهیږو.” بایډن دا څرګندونې په داسې حال کړې چې ټاکل شوې د سوریې د دولت او ددوی د وسله والو ترمنځ د ستونزو د هواری خبرې سبا ته پیل شي. د وړاند وینو له مخې په دې خبرو کې د وسله والو ډلو د ګډون په هکله د اختلافاتو له امله کیدای شي دا ناسته وځنډیږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري ریاض ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې دا ناسته به پیل شي. له دې سره دوی د سعودي عربستان له چارواکيو او د خلیج همکاریو شورا له مشرانو په لیدنه کې له خبرو د واشنګټن له ملاتړه خبر ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *