د امریکا د دفاع وزير له ولسمشر غني سره په دغه غونډه کې ژمنه کړې چې هېواد به يې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهيز په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې تازه له سويس څخه کابل ته ستون شوی، ویلي په ننګرهار ولايت کې د “اسلامي دولت” نومې ډلې (داعش) پر وړا160123100455_ghani_dawoos_640x360_arg_nocreditندې د افغان ځواکونو عمليات کامياب او موثر دي.

د افغانستان جمهوري رياست دفتر له خوا رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر سره په ليدنه کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او سرښندې ستاينه کړې ده.

افغانستان کې ننګرهار ولايت او په ځانګړي ډول اچين ولسوالۍ کې “اسلامي دولت” نومې ډله (داعش) فعاليت لري.

څه موده وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جان کمپبل ويلي وو، چې داعش ډله غواړي ننګرهار ولايت کې خپل سيمه ييز مرکز جوړ کړي.

نوموړي له اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي وو، چې له عراق او سوريې څخه بهرني جنګيالي هم داعش ته له وفادارو افغانانو سره د هېواد په ختيځ کې ملګري شوي دي.

ښاغلي غني سويس کې د داووس په غونډه کې ويلي وو، چې د ترهګرو پر وړاندې د موثرې او کاميابې مبارزې لپاره د امنيتي او هوايي ځواکونو او د ۲۰۵ اتل قول اردو تجهيز او پياوړتيا ته اړتيا ده.

د امریکا د دفاع وزير له ولسمشر غني سره په دغه غونډه کې ژمنه کړې چې هېواد به يې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهيز په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي په دغه غونډه کې ويلي وو، چې افغانستان له نويو خطرونو سره مخ دی او ترهګري افغانستان، سیمې او نړۍ ته يو لوی خطر دی.

ښاغلي اشرف غني د نړيوال اقتصاد په غونډه کې د سويس په داووس ښار کې ګډون کړی و، چې نن سهار کابل ته بېرته ستون شو

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *