د روسیی وسله وال پوڅ ته «بومیرانګ» ډوله زره پوښونه ورکول کیږی

د روسیی وسله وال پوځ ته د دی هیواد «پوځی صنعتی کمپنی» د MIC-7829 په نوم د نوی زره پوښ چی د بومیرانګ په نوم هم پیژندل شوی دی، د جوړولو پلان جوړ کړی دی476665.

دغه پوځی تخنیک د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۵ ز- ل کال د مای د میاشتی په ۹ مه نیټه د بریا د ورخی د لمانځنی په جشن کی ننداری ته وړاندی شو.

که په غوڅه توګه ووایو؛ نو بومیرانګ « یو پوځی ګډ جنګی پلاتفورم» دی، چی پر بنسټ به یی زره پوښونه او ټیر لرونکی تخنیکی وسیلی چی د پیاده پوځیانو د لیږد وړتیا ولری، او داسی محاربوی ماشینونه چی د درونو وسلو سر بیره نوری د پام وړ ځانګړتیاوی به هم ولری، جوړ شی. «بومیرانګ» نومی محاربوی ماشینونه به د پیاده ځواکونو منځنیو قطعاتو ته ورکړل شی. په پام کی ده، چی د دغو پوځی تخنیکی ماشینونو لومړنی ګروپونه په ۲۰۱۹ ز- ل کال کی د روسیی وسله وال پوځ قطعاتو ته وسپارلی شی.

       د ۸ ټیرونو زره پوښونه به چی د بومیرانګ پر بنسټ جوړیږی، د روسیی په وسله وال پوځ کی د BTR-80 ځای ونیسی. د یاد BTR په ډول بومیرانګ ډوله ماشینونه هم د لیږدولو او هم د ټیرداره پوځی قطعاتو د ساتنی په موخه چی د محاربی، جګړی وړتیا لری او په ډیری آسانی سره په خپله کولای شی د اوبو څخه تیر شی، کارول کیږی. په قطعاتو کی یواځی بومیرانګ ډوله پوځی ماشینونه د نورو پخوانیو پر تله کوچنی دی.

د دغی تخنیکی وسیلی انجن په مخینی برخی کی ځای پر ځای شوی دی. په دغی محاربوی تخنیکی وسیلو کی، په زره پوښونو کی د پراشوتی پوځیانو د ننوتلو او وتلو لپاره ځانګړی وروونه لکه د پیاده پوځیانو لپاره هم په پام کی نیول شوی دی.

د کارپوهانو په باور؛ د دغو پوځی تخنیکی ماشینونو د جوړولو لامل په پخوانیو ماشینونوکی د ماینونو پرضد د ساتنی ټیټه کچه وه. له همدی کبله په افغانستان او شمالی قفقاز کی پوځیانو غوښتل، چی د ماشین په دننه کی نه بلکی د زره پوښ په سر ناست وی. په دی ډول سره دوی د چاودنی پر مهال د ژوندی پاتی کیدو لپاره ډیر چانس درلود.

د بومیرانګ پر بنسټ په جوړو شوو زره پوښونو کی د ساتنی او خوندیتوب کچه به د نورو پر تله لوړه وی. چی په دی برخه کی د زره پوښ د دننی بڼی، د چوکیو جوړښت او چت هم د یادونی وړ دی. سر بیره پر دی د دغه نوی ماشین مینځ به د پخوانیو ماشینونو پر تله پراخه وی، ځکه چی سر تیری کوم چی اوسمهال پوځی دندی تر سره کوی، د هغو سر تیرو پر تله چی ۳۰ – ۴۰ کاله پخوا یی دندی تر سره کولی، ډیر تجهیزات لری.

د خبریزو او معلوماتی سرچینو په حواله ویل کیږی؛ چی په پام کی ده، چی په دغو نوو تخنیکی پوځی وسیلو کی به ۳۰ ملی متری توپونه چی ۴ کیلو متره لری واټن کی به نښه له منځه وی وړلای شی او ۵۰۰ مرمی به له ځان سره ولری. په همدی ډول په دغو زره پوښونو کی داشکه، هاوان او د ټانکونو د له منځه وړلو توغندیز سیستم چی په ۱۰ کیلو متره لری واټن کی کولای شی، په نښه شوی هدف له منځه ویسی، هم په کی ځای پر ځای کیږی.

په دغو زره پوښونو کی دا هم له پامه غورځیدلی نه ده او ښایی چی په دغو BTR کی د فعالی ساتنی سیستم جوړ شی. چی له دی سره به دغه پوځی تخنیک په خپل ډول کی تر ټولو نورو د خوندیتوب د کچی د لوړتیا له مخی لومړی ځای خپل کړی او وبه کړای شی د ټانکونو پر ضد مقابله کی هم ودریږی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *