چارواکي وايي، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د پيل شوو عملياتو په لړ کې ٤٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر سيمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې دي.

دغه عمليات هلمند ته ورڅېرمه د کندهار په ميوند، غورک او شاوليکوټ ولسواليو کې ٢٠ ورځې وړاندې پيل شوي، چې ډېر تمرکز يې پر ميوند ولسوالۍ 2E1FDCF5-ADA5-4959-A140-A732DEF5572E_w640_r1_s_cx0_cy11_cw0دى.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته نن مازيګر ناوخته وويل چې د دغو عملياتو په لړ کې د ميوند ولسوالۍ اړوند د سوربغل او کلان کيچې سيمو تر ٣٠ زيات کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه سيمې د هلمند ناارامه ولايت ته څېرمه پرتې دي چې وسله والو د خپلو پټنځايونو په توګه ورڅخه کار اخيست.

دى وايي، د عملياتو په لړ کې تر دې مهاله ٣٠ وسله وال وژل شوي، ١٨ نور ټپيان شوي او يو تن ژوندى نيول شوى، خو پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ده دا هم وويل چې د عملياتو پر مهال د وسله والو له خوا په لارو کې خښ شوي ٨٥ ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د دغو ژمنيو عملياتو له پيل څخه د امنيتي ارګانونو موخه دا ده چې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته ووځي او د وسله والو د فعاليتونو مخه ډب کړي.

په ميوند کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د درېيمې پلې لوا د شپږم کنډک قومندان ډګرمن خوشحال هوتک وايي، په دې عملياتو کې د هغوى تر څنګ ملي پوليس، د عامه نظم پوليس او د ملي امنيت منسوبين برخه لري.

هغه زياته کړه، د عملياتو په پايله کې وسله وال اړ شوي چې په ميوند کې خپل دايمي پټنځايونه پرېږدي، چې د هلمند او کندهار دواړو د ناامنه کولو لپاره يې کارول.

دى وايي، دغه عمليات په ډېره ښه توګه پلان شوي چې تر دې مهاله په کې امنيتي ځواکونو ته هيڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو وسله وال مخالفين يې ځپلي دي.

نوموړي دا هم وويل، چې له هلمند سره پر پوله پيل شوي دغه عمليات د ياد شوي ولايت پر امنيتي وضعيت مثبت اغېز لرلاى شي.

وسله والو مخالفينو تر دې مهاله د يادو شوو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، امنيتي ځواکونو خبر ورکړى چې د پنجوايي په زنګ اباد سيمه کې يې د وسله والو مخالفينو يو سيمه ييز قومندان وژلى، خو د سيمې اوسېدونکي دغه کس عام وګړى ګڼي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونو خبر تر لاسه کړى و چې د رازق ماما په نوم دغه کس چې په هلمند کې يې د وسله والو مخالفينو د سيمه ييز قومندان په توګه دنده تر سره کوله، زنګ اباد ته راغلى چې هغوى يې د نيولو هڅه کوله، خو هغه پر پوليسو ډزې کړي، چې په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.

د يوه بل خبر له مخې، د رېګستان ولسوالۍ په مرکز کې ٧ تنه پوليس د ناپاکو اوبو څښلو له امله مسموم شوي دي.

خپلواک وايي، دا چې په دې ولسوالۍ کې د څښاک پاکې اوبه کمې دي، نو پوليسو د څښلو لپاره د يوه ډم له اوبو استفاده کړې وه، چې له امله يې مسموم شوي وو.

خو هغه وويل چې د پوليسو درملنه شوې او اوس يې روغتيايي حالت ښه دى.

په يوه بله پېښه کې بيا د شاوليکوټ ولسوالۍ په خيرتوت سيمه کې د يوه روغتيايي مرکز امبولانس سوځول شوى دى.

صميم خپلواک وايي، په دې پېښه کې روغتيايي مرکز ته زيان نه دى اوښتى او پوليسو د موضوع اړوند پلټنې پيل کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *