پاکستان باید د ترهګرو پر ضد نور ډېر اقدامات وکړي

ولسمشر اوباما وايي پاکستان د ترهګریزو شبکو د ویجاړولو په برخه کې جدیت ښودلی شي.

ولسمشر اوباما پر پاکستان غږ کړی چې باید په خپلې خاورې کې د نه د ترهګرو ډلو پر ضد ډېر څه وکړي.

د امر5B6AA236-4D19-4F97-9FA2-0E5D9E8FDF6D_w640_r1_sیکا ولسمشر بارک اوباما وايي پاکستان باید د هغه ترهګرو ډلو پر ضد ډېر څه وکړي او کولی شي چې، د پاکستان په پولو کې دننه فعالیت کوي.

ولسمشر اوباما د پرس ټرسټ انډیا ته په مرکې کې ویلي چې پاکستان د ترهګرو د شبکو د ویجاړولو په برخه کې خپل جدیت ښودلی شي. دغه مرکه د یکشنبې په ورځ خپره شوه.

ولسمشر اوباما وايي ” په سیمه او نړۍ کې باید د تروریزم د خوندي ځایونو په اړه هېڅ صبر او زغم نه وي او ترهګر باید عدالت ته راکش کړل شي. “

خو ښاغلي اوباما په ښکاره د کومې ترهګرې ډلې نوم چې، په پاکستان کې فعاله وي، وانخیست.

د هند پر هوايي اډي برید

د همدغې میاشتې په پيل کې یو شمېر وسله والو د هند د هوايي پوځ پر یوې اډې برید وکړ او هند په پاکستان کې مېشته یوه ترهګره ډله تورنه کړه چې دا برید یې کړی دی.

پاکستان له دغو تورونو وروسته د جیش محمد ډلې یو شمېر غړي ونیول او هند ته یې ژمنه ورکړه چې په دې اړه به پلټنه کوي.

ولسمشر اوباما دغه برید وغنده، له هند سره یې خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل   همدغه علت چې متحده ایالتونه او هند باید د ترهګرو سره د مبارزې لپاره ګډ کار وکړي.

ولسمشر اوباما دغه برید ” یو بل نه بخښونکی ترهګریز عمل یاد کړ چې هند ورسره له ډېر وخت راهېسې لاس او ګریوان دی. “

امریکا په پاکستان کې د ننه د ترهګرو د فعالیت او د هغو د پټو ځایونو په اړه په وار اور نیوکې کړي دي، د طالبانو، القاعدې او نورو اورپکو ډېر پټځایونه له افغانستان سره پر پولې نژدې د وزیرستان په قبایلي سیمو کې دي.

ښاغلي اوباما داسې مهال پر پاکستان د ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د لا ډېر کار کولو غږ کوي چې همدا څو ورځې وړاندې د پښتونخوا په چارسدې کې د پاچا خان پر پوهنتون برید وشو، شاوخوا شل کسان په کې ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *