چارواکي وايي د خيبرپښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د ډزو يوه پېښه کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د پوليسو په وينا نامعلومو وسله والو کسانو د يکه توت، رشيد ګړ سيمه کې پر دغو کسانو بريد کړی.

د يکه توت پوليس سټېشن يوه کارکوونکي شاهد ويلي، د ډزو پېښه کې وژل شوي دواړه د پوليسو کارکوونکي دي چې پوليس سټېشن ته د تلو پر مهال پرې بريد شوی دی.

چارواکي وايي د وژل شويو پوليسو يو د مردان او بل د پېښور اوسېدونکی و.

بريدګر له ډزو141117111712__peshawar_police__640x360_bb_nocredit وروسته په تېښته بريالی شوي دي.

پوليس وايي وژل شوي کسان يې د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته لېږدولي دي.

د پېښې په اړه له خبرېدو وروسته پوليس سيمې ته رسېدلي او د بريدګرو په لټه کې دي.

تر اوسه هېڅ کوم شخص يا ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې ده.

له دې وړاندې هم پېښور کې پر پوليسو او پوځيانو بريدونه شوي وو چې له امله يې يو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

همدا ډول څو ورځې وړاندې د خيبر پښتونخوا چارسده سيمه کې د باچاخان پر پوهنتون وسله والو بريد کړی و، چې په ترڅ کې ۲۱ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *