لږ ترلږه ٤٢ کډوال چې له ترکيې يې يونان ته د داخلېدو هڅه کوله د يونان ايجه ټاپو سره نزدې په اوبو کې مړه شوي دي.

په مړو شوو کې ٢٠ کوچنيان دي.

د یونان پولیس وايي شاخوا ٥٠ نور کسان توانیدلي چې د کښتۍ له چپه کېدو وروسته ځانونه وچې ته ورسوي.

دا کسان د دو151029012937_migrants_624x351_ap_nocreditو کښتیو د ډوبېدو له امله مړۀ شوي دي. په دغو کښتیو کې سپرو کسانو هڅه کوله چې له ترکیې نه د سمندر له لارې اروپايي ته ځانونه ورسوي.

په یونان کې د بي بي سي خبریال دامیان ګراماتیکاس په خپل رپوټ کې وايي، په لومړۍ پېښه کې یوه لرګینه کښتۍ چې ۴۸ کسان پکې سپاره وو، د فارما کانیسي کوچني ټاپو ته څېرمه واوښته. دا پېښه د شپې په دوه نیمې بجې وشوه او داسې ښکاري چې په کښتۍ کې سپرو کسانو په سمندر کې پراته د لویو ډبرو خنډونه نه لیدل. په دوی کې ډېری د سمندر غاړې ته په وتلو وتوانېدل، خو ټول نېکمرغه نه وو. د یونان ساحلي ځواکونو په لومړیو هڅو کې له سمندره د شپږو ماشومانو او یوې مېرمنې مړي راوویستل. مړو شوو کې لږ ترلږه ٢٠ کوچنيان شامل دي

دویمه کښتۍ لږه وروسته له کالو لیمنوس ټاپو سره نژدې ډوبه شوه. فکر کېږي چې په دې کې تر ١٠٠ پورې کسان وو. د دوی له ډلې ٢٦ تنه په لومړي سر کې وژغورل شول، خو ډېر نور ښايي په یخو اوبو کې مړه شوي وي. د څوارلسو تنو مړي یې ساحلي ځواکونو د ورځې په لومړیو کې راوویستل، خو ډېری یې تري تم شول.

ساحلي ځواکونه او د اروپايي ټولنې د سرحدي ادارې فرنټېکس یوه چورلکه لا هم په سمندر کې لټون کوي. داسې ښکاري چې سړه هوا او خطرونه د کډوالو د هغه تکل مخه په بشپړ ډول نه نیسي، چې له مخې یې اروپا ته د رارسېدو هیله لري. په روان کال کې وار له مخه تر ٣٠ زرو ډېر کډوال د سمندر له لارې یونان ته راغلي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *