د قطر په پلازمینه دوحه کې سبا د افغانستان پر کړکیج د بحث لپاره د پګواش په نوم یو نړیوال څیړنیز مرکز غوڼده جوړوي. په دي ناسته کې د افغانستان کړکیچ کې ټولو ښکیلو غاړو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

طالبانو په یوه اعلامیه کې منلې چې په دغه غونډه کې به یې د سیاسي دفتر استازي برخه اخلي خو د افغانستان حکومت ویلي، دې کنفرانس ته نه ورځ150528124858__83170091_doha-skyline-976ي.

له کابله حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې لیکي چې دغه بنسټ تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو ورته غونډې جوړې کړې دي.

د قطر په پلازمینه دوحه کې دغه دوه ورځنۍ ناسته پر داسې مهال جوړېدونکې ده چې همدا تیره اونۍ په افغانستان کې د سولې د خبرو د بیا پیل او میکانیزم لپاره د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ څلور اړخیز غونډه پای ته ورسېده.

د پګواش په نوم دغه نړیوال څیړنیز مرکز د افغانستان حکومت، طالبان، د مدني ټولنې ځینې استازي او د ملي شورا یو شمیر غړي قطر ته وربللې دي چې د افغانستان پر کړکیچ خبرې وکړي. خو د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا وايي دغې غونډې ته خپل رسمي مرکچیان نه استوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني له بي بي سي سره خبرو کې په دغه کنفرانس کې د نه ګډون پر لاملونه غږیدلی.

“د افغانستان اسلامي جمهوریت ځکه له دغې غونډې سره موافق نه دی چې اوس د څلورو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیل لپاره خبرې روانې دي. نو ځکه موږ دغه دغه ناسته مناسبه او ضروري نه بولو.”

خو طالبانو رسنیو ته په استولې خبر پاڼه کې ویلي چې دغې غونډې ته خپل استازي په قطر کې له خپل سیاسي دفتره ور لیږي. طالبان ويلي غواړي له دې لارې نړیوالو ته خپل نظر ورسوی.

د نورو اړخونو تر څنګ، دغې غونډې ته ځینې شننونکي هم وربلل شوې دي. محمد حسن حقیار د دغې غونډې یو برخوال دی. نوموړ وايي په دغه کنفرانس کې به هڅه دا وي چې د افغانستان په قضیه کې د ښکیلو اړخونو نظرونو سره نژدې کړي.

“ګمان دا کیږي چې په دې ناسته د افغانستان د کړکیچ پر هر اړخ خبرې وشي. هڅه به دا وي چې په افغانستان کې د دواړو اړخونو نظریې سره نژدې کړي.”

ښاغلي حقیار پرته له دې چې د چا نوم واخلي وايي، دې غونډې د مخکیني حکومت د کابینې ځینې غړي او سیاسي مشران هم ور بلل شوې دي.

د ده په باوری ډیر ګډوانوال بې پرې څیرې دي.

پګواش نړیوال ګانډايي بنسټ دی چې د افغانستان ترڅنګ یې په نړۍ کې د کړکیچونو دحل لپاره څیړنې کړې دي. دغه بنسټ په ۲۰۱۱ کال کې هم په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان پر سوله ناسته جوړه کړې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *