دا پر ایران د لګول شویو بندیزونو له لېرې کېدو وروسته تهران ته د چین د ولسمشر لومړنی سفر دی.

پر ایران د امریکا او لویدیځ له لورې د اقتصادي بندیزنونو له لېرې کېدو وروسته، د چین ولسمشر شي جن پنګ تهران ته تللی چې له هغه هېواد سره خپلې اقتصادي اړیکې زیاتې کړي.

د چین ولسمشر په تهران کې له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره ولیدل4203084B-B856-40C8-8242-88B33333F4BF_w640_r1_s.

دا ۱۴ کاله وروسته ایران ته د چین د ولسمشر لومړنی سفر دی.

د ایران دولتي اژانس ارنا وايي چې دواړه ولسمشران د نویو او غښتلیو اقتصادي او نورو اړیکو د زیاتولو هلې ځلې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ابراهيم رحيم پور ويلي دي چې تهران ته د ښاغلي جن پنګ د سفر پر مهال ۱۶ ستراتیژیک او نور بېلابېل تړونونه به هم لاسلیک شي.

د ایران د اتومي پروګرام له موافقې وروسته د جنورۍ په ۱۶ نېټه پر ایران ټول نړیوال اقتصادي بندیزونه لېرې کړل شول.

ایران ته د چین د ولسمشر سفر داسې مهال کیږي چې د ریاض او تهران اړیکې تر بل هر وخت خرابې شوي او پرې شوي دي.

سعودي څه موده مخکې یو شیعه عالم اعدام کړ او ایران یې پر ضد کلک غبرګون وښود چې په ترڅ کې یې، مظاهره کوونکو په تهران او مشهد کې د سعودي پر سفارت او قوسنلګریو بریدونه وکړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *