د عربستان په مشری ايتلاف د يمن په صعده ښار کې پر روغتيايي کارکونکو بريد کړی دی

مخکي له دې هم د ايتلاف له لوري د بي پولي ډاکترانو پر روغتون بريد شوی وو

په یمن کې د بې پولې ډاکټرانو بنسټ همغږي کونکي(تِريس296539ا سانکريستُوال) ویلي: د صعدې په ښار کې د ایتلاف هوایي ځواکونو پر یوه روغتیایي امبولانس برید کړی چې له امله یې روغتیایي کارکونکو او ملکي کسان وژل شوي دي.

ده ویلي: د ایتلاف الوتکو هغه کسان هم په نښه کړې چې د امبولانس مرستې ته راغلي وو. په یمن کې د روغتیایي بنسټ همغږيي کونکي د ایتلاف له لوري دا برید غندلی ویلي یې دي، د عربستان په مشری ایتلاف د روغتیایي کارکونکو او ملکي کسانو پر وړاندې خپلو بې رحمیو ته دوام ورکړی دی.

په صعده کې د جمهوریت روغتون مدیر هم ویلي: د ډاکټرانو امبولانس د قربانیانو د لیږدلو پر مهال تر برید لاندې راوستل شوی دی. د یمن د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخی له تیرې شپې راهیسې په نښتو کې شل کسان وژل شوی او پنځه دیرش نور ټپیان دي. مخکې له دې هم عربي ایتلاف درې ځله په یمن کې روغتیایي مرکزونه په نښه کړي دي. د را رسیدلو مالوماتو له مخې له کله چې په یمن کې جګړه پیل شوې تر اوسه له سلو ډیر روغتونونه او روغتیایي مرکزونه تر بریدونو لاندې راوستل شوي دي.

ملګري ملتونه وایي تر اوسه د یمن په جګړه کې پنځه زره اته سوه کسان وژل شوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *