اسرايلي رژيم د فلسطين په لويديځه تړانگه کي له فلسطينيانو د يو شمير کرهنيزو ځمکو د ترلاسه کولو هڅه کويc1a9804bfff8adca0f6564afb140a510_XL

ددې رژيم دفاع وزير ويلي: په دي هکله پريکړه شوي او دير ژر به پلي شي

ملگرو ملتونو، امريکا او يو شمير نورو هيوادونو د اسرايلو دا گام غندلی دی

له سیمې د را رسیدلو ریپوټونو له مخې، د اردن په دره کې یو سل څلور پنڅوس هکتاره ځمکه چې د فلسطینیانو ده اوس د اسرایلي رژیم د پوځ په واک کې ده. اسرایلو ویلي ددې ځمکې په هکله پریکړه شوې او ډیر ژر به اعلان وشي چې دا دولتي ځمکه ده.

د ملګرو ملتونو لوی منشي د اسرایلو دا ګام غیر قانوني ښودلی او غندلی یې دی. بانکي مون ویلي: د فلسطین سره خاوره کې د اسرایلو له لوري د ښارګوټونو رغاونه او په تیري سره د فلسطنیانو د ځمکو غضبول له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي. ده ویلي د اسرایلو دا کړنې د دوه هیوادونو د رامنځ ته کولو مخنیوی کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند مارک تونر هم ویلي: واشنګټن د اسرایلو له دې پریکړې سره مخالف دی ځکه ددوی دا ګام د یوه خپلواک هیواد په توګه د فلسطین د رامنځ ته کولو له هوکړې سره سمون نلري.

فلسطینی خپلواک غوښتونکو بنسټونو هم د اسرایلو له لوري د فلسطینیانو د ځمکو د غضب په مخنیوي کې د نړیوالې ټولنې د مداخلې غوښتنه کړې ویلي یې دي: د اسرایلو دا ډول پلانونه د سوله ایزو خبرو په لاره کې خنډونه رامنځ ته کوي او په دې هکله به د امنیت شورا ته شکایت وکړي.

اوس مهال د فلسطینیانو په سیمو کې د اسرایلو له لوري په رغول شویو ښارګوټو کې پنځه سوه پنځوس زره یهودیان ژوند کوي.

په لویدیځه تړانګه کې د فلسطینیانو نفوس دوه میلیونه اوه سوه زره او په بیت المقدس کې درې سوه پنځوس زره کسانو ته رسیږي. اسرایلو دا سیمې په نولس سوه اوه شپتم کال کې نیولې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *