د واورې توپان سره ختیځې امریکا کې بیړنی حالت اعلان شوی
د امریکا متحده ایالتونو په ختیځ کې د بېړني حالت اعلانېدو سره هممهاله، توپان پیل شوی دی چې اټکل کېږي د واورې او باران نوی ریکارډ به جوړ کړي.
د ختیځې امریکا په وخت د جعمې په ورځ (جنورۍ ۲۲مه) له غرمې وروسته د باران د پیل په لومړیو ساعتونو کې، ددې توپان اړوند پېښو کې ۸ کسان مړه شوي دي.
د امریکا ختیځو ایالتونو کې له ۵۰ میلیونو ډېر اوسېدونکو د چارواکو تر خبردارۍ وروسته تېرو څو ورځو کې د واورې توپان له احتمالي ناورینونو سره د مقابلې لپاره ځان ته اړین توکي برابر کړل.
د امریکایي هواپېژندنې رادارونو ښودلې چې د امریکا په سوېل کې د ارکنزاس ایالت څخه شمالي ایالت ماسوچوست پورې به همداسې هوایي حالت وي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ زرګونه الوتنې لغوه شوې او سیمه ییزو چارواکو له خلکو غوښتي په خپلو کورونو کې پاتې شي.
د واشنګټن او څېرمه سیمو مټرو شرکت د اطلاعیې په خپرولو سره ویلي، د شنبې او یکشنبې په ورځ به ددوی فعالیت بند وي.
په پلازمېنه واشنګټن کې ښووڼځي او دولتي مرکزونه د جمعې په ورځ رخصت وو.
د واشنګټن ښاروال موریل باوزر، د ښار اوسېدونکو د ۸۰ کیلومتره پر ساعت د بادونو لګېدو خبرداری ورکړی دی.
مېرمن باوزر ویلي: “غواړم په څرګنده ووایم چې موږ د یوه لوی توپان تمه لرو چې پایلې یې خطربانکې دي.”
په واشنګټن کې د واورې ورېدو لوی ریکارډ په ۱۹۲۲ کال کې ثبت شو چې نږدې ۷۱ سانتی متره واوره پکې ورېدلې وه.
اپېژندونکو خبرداری ورکړی چې دا توپان کولی شي نن او سبا (جمعه او شنبه)، دا ریکارډ مات کړي. کارپوهانو په واشنګټن او ورڅېرمه سیمو کې د ۷۶ سانتي مترې واورې ورېدو وړاندوینه کړې ده.