برتانيا د داعش پر مورچلو د آتومي بريد امکاناتو ته اجازه ورکړي ده
د برتانيا د سمندري ځواکونو قوماندان ادميرال جان ويل وايي چې په سوريه کې د «اسلامي دولت» پر ضد د بالستکي توغندي « Trident» چې د اټومي سروکي د وړلو توان لري او تر ۱۱ زره کيلومترو پورې واټن وهي د کارونې اجازه ورکړل شوي ده .
د «ايکسپرس» ورځپاڼه ليکي، ويل وايي، چې وار د مخه د اټومي وسلو استعمال ددې شونتيا برابروي چې وسله وال کسان نه شي کولای ځپل «کثيف بم» جوړکړي.
ده وويل چې دم ګړۍ د برتانيا په سمندري پو ځ کې د « Vanguard» څلور اوبتلونه ، چې په بالستيکي توغنديو سمبال دي موجود دي. دی وايي چې د « Trident» توغندي ممکن د وسله والو پر مورچلو د ايتلاف لخوا استعمال شي.