امریکايي ځواکونه دا مهال ډیر د افغان ځواکونو پر روزنې، سمبالښت او ملاتړ بوخت دي.‌

که څه هم افغان ځواکونه له څه باندې یوه کال راهیسې د خپل هیواد د امنیت او دفاع ټولې چارې پخپله ترسره کوي خو امریکايي پوځي چارواکي د طالبانو د ګوF6553FB7-2E6F-4D39-BAD2-D9D6C94F02A3_w640_r1_sاښ پراخیدو ته ځیر دي.

ځيني شننونکي پدې اند دي‌ چې د افغانستان د امنیتي وضعیت خرابیدل به امریکايي ځواکونه اړ کړي چې د طالبانو د ګواښونو د تمبولو لپاره راوړاندې شي.

یو امریکایي چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې سملاسي داسې نښې نښانې نشته چې له کبله یې امریکايي ځواکونه خپل ماموریت بدل کړي. امریکايي ځواکونه دا مهال ډیر د افغان ځواکونو پر روزنې، سمبالښت او ملاتړ بوخت دي.‌

همدغه امریکايي چارواکي چې د خپل نوم خپریدل یې نغوښت وویل چې د امریکايي‌ ځواکونو په ماموریت کې هر ډول بدلون به د افغانستان د حکومت په غوښتنه کیږي.

په افغانستان د امریکایي ځانگړو ځواکونو د رول په اړه پوښتنې وروسته له هغې راپورته شوې چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې امریکایي ضابط ماتیو مک کلنتوک د طالبانو په یو برید کې ووژل شو.

د امریکایي چارواکي په وینا د مک کلنتوک د ټیم وظیفه د افغان ځانگړو ځواکونو روزل و چې دا کومه معمولي خبره نه ده، او دوی په کلي توگه د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو د پراخو عملیاتو یوه برخه گڼل کیدای شي.

په افغانستان کې میشت امریکایي جنرال ویلسن شوفنر په هلمند کې د امریکایي ځانگړې ځواک د فعالیت په هکله وویل چې “دا ځواک داسې جوړ شوی چې په خپلواکه توگه فعالیت کولای شي.” هغه وایي چې دا ټیم چې په ترکیب کې یې افغانان هم شامل دي، د گواښ پر وړاندې پوره جنگي قوت لري او هغوی د ټولو عملیاتو په ترڅ کې د هوایي ځواکونو ملاتړ هم لري.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *