پنتاګون د سورئي او ترکيي په پوله کې د روسيي د هوائي اډي د جوړولو له کبله په ويره کې دي
پنتاګون د سورئي او ترکيي په پوله کې د روسيي د هوائي اډي د جوړولو له کبله په ويره کې دي
روسيه امکان او پلان لري د سورئي په شمال ختيځ د ترکيي سره په پوله کې هوائي اډه جوړه کړي. دامطلب امريکائي تلويزيون «فاکس نيوز» د امريکا متحده ايالاتو د يو جګپوړي چارواکې چې نوم ئي نه دی اخستل شوی له قوله ورکړی دي.
د دغه امريکائي چارواکې په خبره ، يو ه ډله روسيي پو ځيان، له هغې جملي انجينران، د سوريي په شمال ختيځ د ترکيي او عراق سره په پوله د القامشلي ښار په نړيوال هوايي ډګر کې چې خوشي شوی دي ليدل شوي دي. دغه سيمه د سوري کردانو، اشوريانو او مسيحانو لخوا کنتروليږي. يو کمه برخه د سورئي د پوځيانو په ولکه کې ده له هغې جملي د القامشلي هوائي ډګر.
د پنتاګون استازی وايي چې روسيه به هلته هم پو ځي اډه جوړه کړي لکه چې په «لاًًذقيه» کې يي جوړه کړي ده. — دامطلب «فاکس نيوز » ور کړی دي. د امريکائي منابعو په قول روسيي تراوسه د اقامشلي هوايي ډګر ته الوتکې نه دي استولي، خو امريکايي پو ځيان چې هلته د روسيي د پو ځيانو د فعاليت څخه څارنه کوي وائي چې ددې دپاره وخت ته اړتيا ليدل کيږي.
پنتاګون له دې کبله په انديښنه کې دي چې د روسيي دغه کړنه به د انقري او مسکو ترمنځ نوی کړکيچ رامنځته کړي.