پاکستان تل په سیمه کې د امریکا او بریتانیا ملاتړی هیواد ښودل شوی په ځانګړې توګه دافغانستان په مسایلو کې. په تیرو وختونو کې د افغانستان پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ترمنځ درې اړخیزې ناستې تر سره شوي دي چې تر اوسه یې کومه ګتوره پایله نده لیدل شوې. د ملي یوالي حکومت له رامنځ ته کیدو او په هیواد کې د سیاسي او امنیتي بدلونونو وروسته چین هیواد هم د افغانستان په چارو کې ونډې درلودلو ته لیوالتیا وښوده او اوس هڅه کوي ترڅو د افغانستان په مسایلو کې خپل رول ولوبوي. حتی چین په تیر کال کې د افغانستان د پخلاینې خبرو کې کوربه وو. ویلa15-640x480 کیږي چې دا هیواد له وسله والو طالبانو او له پآکستان سره ډيرې او ښې اړیکې لري او د افغانستان د پخلاینې په خبرو کې رغنده رول لوبولی شي. له دې وروسته کوربه توب پاکستان ته ولیږدول شو خو چین د افغانستان په مسایلو کې د خپل مهم ځای ساتنه وکړه او اوس هم د هیواد پر چارو په ځانګړې توګه د پخلاینې پر خبرو تر ټولو ګتوره اغیزه درلودلی شي.

د افغانستان په هکله د سولې خبرې چې په مري کې پیل شوې د ملا محمد عمر د مړینې په اعلان سره له ماتې سره مخ شوې خو اوس داسې ښکاري چې ددې خبرو دوام ته بیا لاره پرانستل شوې ده، د آسیا زړه هیوادونو په ناسته کې ددې خبرو د بیا پیلیدو په هکله پریکړه وشوه داسې یوه پریکړه چې په دې خبرو کې به د افغانستان پاکستان چین او امریکا استازي ګډون کوي. خو پوښتنه دلته ده چې ددې غونډې د ګډونوالو هیوادونو ترمنځ د ګټو له ډيریو اختلافاتو سره تر کومې کچې شونې ده چې د دې هیوادونو ګډون به د افغان سولې بهیر ته ګتور وي. افغانستان او پاکستان له ډيرې مودې راهیسې په خپلو کې سره اختلافات لري او له دې اختلافاتو لویه برخه یې د دیورند کرښه ده. پآکستان ددې وړتیا لري چې د افغانستان د سولې په هکله خبرې چې هرې کچې ته رسیدلې وي سبوټاژ او ناکامي کړي. چین او امریکا هم په نړیوالو مسایلو کې په خپلو کې سره ستونزې لري او دواړه هیوادونه پّ اقتصادي ډګر کې لومړۍ درجه او په دې وروستیو کې په پوځي برخه کې هم ستر سیالان دي کیدای شي په دې برخه کې یواځې دوه هیوادونه چې یو شانته تګلاره او ګټې لري امریکا او پاکستان وي.

د پخلاینې په خبرو کې د چین ګډون تر یوې کچې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو دامینت په برخه کې د روسیې داندیښنو کچه تر یوې اندازې را ټیټوي. چین په دې خبرو کې د شانګهای استازي په توګه ونډه اخستې ده. د شانګهای سازمان غړي په دې ډاډمن دي چې په دې خبرو کې چین هیواد ګډون کړی او کولای شي له هغه مسایلو چې د رسنیو او خلکو له سترګو پټ او د پردې تر شا دي دوی به یې مالومات تر لاسه کولای شي. امریکا هم دا منلې کیدای شي له دې امله چې له یوې خوا غواړي د چین روسیې او منځنۍ آسیا هیوادونو اندښنو ته د پای ټکی کیږدي او له بلې خو د چین له پراخو او لویو ظرفیتونو څخه چې د شانګهای سازمان د غړي په سترګه ورته کتل کیږي، په افغانستان کې یې د رول اغیزه دوی ته په ډاګه شي او له دوی څخه په دې برخه کې کار واخلي.

له دې ور هخوا چین په پاکستان کې میلیاردي پانګونه کړې او په دې هیواد کې ځینې پلانونه تر لاسه لاندې لري او له دې مخې پر پاکستان د ډير نفوذ درلودونکی هیواد دی. پآکستان اوس مهال د اقتصاد له اړخه ډیر بد حالت لري اوس مهال دا هیواد له خپلې اټومي وسلې پرته بل څه نلري او اوس مهال له بې شمیره اقتصادي ناخوالو سره لاس او ګریوان دی. دې ته پّ کتو سره په دې جوړښت کې د چین ګډون تر یوې کچې د پاکستان او امریکا سره د همغږۍ له مخې رامنځ ته شوی دی. پآکستان له دې اړخه لویې اقتصادي ګتې لري او په دې سره کولای شي خپل لوی ملاتړ هیواد امریکا پام د ځان په لور وګرځوي او په ډې غونډه کې د چین ګډون پر دوی ومني.

ددې ترڅنګ ویل کیږي چې چین د وسله والو طالبانو له ډلو سره تر ډيره اړیکې لري او ددې ډلې له ډيریو مشرانو سره یې اړیکې نیولې دي. له دې ټولو داسې ښکاري چې دا اړیکې هم ډير کمزوره اړیکې نه دي. چین په هغه حالت کې دی چې په هوساینې سره کولای شي د افغانستان د پخلاینې خبرو کوربه توب وکړي او طالبانو هم دا منځګړیتوب منلی دی. یو بل لامل چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ منځګړیتوب لپاره چین مهم ښودل کیږي دا دی چې دې هیواد هیڅکله په افغانستان کې دشتون او پر هیواد د تیري نیت نه دی درلودلی او تل یې د افغانستان د حالاتو په هکله ځان څنډې ته کړیدی. چین یواځې په دې وروستیو کې پّ افغاانستان کې شتون درلود چې موخه یې اقتصادي وه، نه یې حکومت او نه یې هم طالبانو ته کوم زیان اړولی دی او ددوی پر وړاندې یې ګواښ ندی رامنځ ته کړی.

له دې ټولو سره د هیواد په چارو کې د ګډون لپاره چین هم لیواله دی. ددې دلایلو لومړی او مهم اړخ هغه ګواښ دی چې چین یې د خپل هیواد په لویدیځه برخه یا سین کیانګ کې احساسوي. ددې سیمې ایغوریان د چین په لویدیځو برخو کې د بنسټپالی ستونزو او ګډ وډیو د رامنځ ته کولو لپاره ښه ظرفیتونه لري. ډيری ایغوریان په پاکستان کې میشت دي او پّ دې وروستیو کې یې له وسله والو طالبانو او القاعدې سره نږدې اړیکې رامڼخ ته کړې دي. په افغانستان کې د سولې رامنځ ته کیدل او پّ سیمه کې د وسله والو مبارزو پای ته رسیدل د سیمې له کابو کولو سره مرسته کولای شي او سیمې لپاره د یرو لاندې اور سر ته را وستلی شي.

افغانستان له څو لسیزو راهیسې د نړیوالو ځواکونو او سیمه ایزو هیوادونو د جګری او منفی سیالیو ډګر ګرځیدلی دی او په افغانستان کی دیریو هیوادونو خپلې موخې او تګلارې پلې کړي دي. خو هغه تګلاره چې ټاکل شوې د کابل په راتلونکې ناسته کې پرې خبرې وشي کولای شي افغانستان له دې جګړه ایز حالت څخه وباسي او د سولې د رڼآ په لورې وخوځوي چې پّ دې سره په افغانستان کې د نړیوالو او سیمه ایزو هیوادونو د سیالیو کچه هم ټیټه او آند تر دې چې پای ته به ورسول شي.

خو دا ټول د افغان سیاستوالو پر هنر او پخوالي پورې اړه لري چې څه ډول له دې ناستو ګټه پورته کولای شي. په حقیقت کې دا افغانستان دی چې باید د عمل ابتکار په لاس کې واخلي او په هیواد کې د بهرنیو موخو مدیریت او د کورنیو ملي ګتو له مخې په دې برخو کې ګام پورته کړي. هغه څه چې روښآنه دي په اوسنیو حالاتو کې د پخلاینې خبرو د پایلو تر لاسه کولو ته لاره هواره شوې ده. له یوې خوا د ژمي په رارسیدو سره د وسله والو طالبانو او نورو مخالفینو لیکې کمزوره کیږي او دوی نشي کولای د تودې هوا په څير خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. نو له دې مخې دا د پخلاینې خبرو د پرمخ بیولو لپاره ښه وخت دی. د وسله والو طالبانو د جګړې د فصل تر پیلیدو دوه میاشتې پاتې دي او په دې دوه میاشتو کې کیدای شي چې د سولې بهیر د بریا او ناکامۍ پایلې روښانه شي. له دې دوه میاشتو د بهرنیو چارو مرستیال د سوله ایزو خبرو د دوام نیټې په توګه یادونه کړې ده. له بلې خوا د وسله والو طالبانو ترمنځ واټن د ورځې په تیریدو سره د ډيرښت په حال کې دی دا ډله اوس مهال د کمزورتیا په لور روانه ده که څه هم د جګړې په ډګر کې تر اوسه دا کمزورتیا په روښانه دول نه لیدل کیږي او ددوی له لوري په بریدونو یې تر ډيره اغیزه نده کړې خو دا ښکاره خبره ده چې په لنډه یا اوږده موده کې به دا واټن را څرګند او ټولو ته مالوم شي. بل بحث په افغانستان کې د داعش را څرګندیدل دي او کیدای شي طالبان په دې آند وي چې ښه به داوي چې د داعش وسله والې ډلې په ځواکمنیدو او ددوی پر ځای د ټاکل کیدو مخکې باید دوی د افغان حکومت په کړۍ کې ځان ځای کړي. له افغان حکومت سره د خبرو لپاره ددې ډلې لیوالتیا او د خبرو میز ته ددوی حاضریدل ددې ښکارندوي کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *