د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې سیمه ییز چارواکي وایي، د هاوان د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله څلور ماشومان وژل شوې دي. د دغه ولایت د پولیسو ویاند فرید دهقان ویلي، په دوی کې درې ماشومان سره ورونه وو او څلورم یې د تره زوی و.

ښاغلي دهقان همداراز ویلي، د هاوان مرمۍ هغه مهال وچاودېده چې دغو ماش29CF5514-C686-4E87-BE27-F691210235F5_mw1024_s_nومانو په خپلو کروندو کې کار کاوه. د کونړ د پولیسو ویاند وویل، دا مرمۍ له پخوانیو جګړو ناچاودې پاتې شوې وه. د وژل شویو ماشومانو عمر د اتو او ۱۴ کلونو تر منځ ښوول شوی دی. د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ناچاودې مرمۍ او ماینونه شته چې ماین پاکوونکو ادارو یې د خطرونو په اړه تل خبرداری ورکړی دی.

که څه هم دغو ادارو په تېرو څو کلونو کې د دې ماینونو د شنډولو لپاره هڅې کړې دي، خو لا هم د افغانستان په ډېرو سیمو کې ناچاودې مرمۍ او ماینونه شته چې د خلکو ژوند ته جدي ګواښ دی.

د افغانستان دولت او ماین پاکوونکو ادارو تل خلکو ته خبرداری ورکړی چې هغو سیمو ته لاړ نه شي چې د ناچاودو مرمیو او ماینونو د شتون احتمال پکې شته.

په تېره بیا ماشومانو ته هم په دې اړه د پوهاي د ورکولو هڅه شوې.

په دې برخه کې د عامه پوهاوي لپاره دولت او ماین پاکوونکو بنسټونو ډېرې پیسې لګولې دي، خو د دوی په وینا، د پوهنې د کچې کموالی لا هم د هغو ستونزو په سر کې دی، چې له امله یې لا هم دغه ناچاودې مرمۍ او ماینونه د خلکو ژوند اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *