د ملگرو ملتونو امنيت شورا د سوريې په هکله دوهمه ناسته تر سره کړې ده

په دي ناسته کي يو ځل بيا په سوريه کي له ښکيلو خواوو غوښتل شوي ترڅو له هغه سيمو او ښارونو چي کلابند او له سختي لوږي سره مخ دي د جنگي وسايلو په توگه کار وانخلي او د خلکو ژوند ته درنښت ولريIMG07533565

د ملګرو ملتونو له سرچینو څخه د خپرو شویو مالوماتو له مخې اوس مهال د سوریې په جګړه ځپلو سیمو کې څلور سوه زره کسان بند پاتې دي او ملګري ملتونه دوی ته د مرستو رسول ناشونې بولي. د ملګرو ملتونو له لوري د ورکړل شوي ریپوټ له مخې، ډيری داسیمې د داعش وسله والې ډلې تر واک لاندې دي. دوی ویلي: یو سل اتیا زره کسان د دولت او یوسل شل زره د بیلا بیلو وسله والو ډلو تر واک لاندې په سیمو کې ژوند کوي . د ملګرو ملتونو د بشری همغږي کونکې ادارې ریس د امنیت شورا په ناسته کې په سوریه کې ښکیلې ډلې په دې تورنې کړې چې له کلابندو سیمو او د له هغه کسانو چې له لوږې سره مخ شوي د جګړې د وسایلو په توګه کار اخلي.

کيونگ وها کانگ/ “په مضایا ښار کې وضعیت او د وږیو او هغه کسانو چې په خوار ځواکۍ اخته شوي   خپرو شویو انڅورونود نړیوالو وجدان ته ټکان ورکړی دی. د خلکو له کلابندی او لوږې څخه د جنګي وسایلو په توګه کار اخستل کیږي چې ډيری ګواښ یې خلکو ته اړولی دی. په سوریه کې ښکیلې خواوې د خلکو ژوندانه ته پاملرنه نکوي او دا د خلکو پر وړاندې پیل شوې جګړه ده.”

تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د مرستو کاروان کلابند شوي مضایا ښار او د دوه فوع او کفریا سیمو ته ورسید هغه سیمو ته چې له پنځوس زره ډير کسان پکې ژوند کوي. د بې پولې ډاکټرانو ویلي: په مضایا کې د لوږدې له امله د پنڅه دیرشو کسانو مړینه ثبت شوي. د ملګرو ملتونو بشر دوستانه مرستو ریس د سیمو کلابندول او دې سیمو ته د مرستندویه ډلو مخنیوی غیر قانوني بولي ویلي یې دي،ښکیلې خواوې ددې لپاره هیڅ یو هدف نلري او د کار له نریوالو قوانینو سرغرونه ده چې باید په ډيرې بیړې سره پای ته ورسول شي. له دې سره د ملګرو ملتونو د ماشومانو څانګې یا یونیسف له دې سره چې په کلابندو سیمو کې د ماشومانو خواځواکي ډيره ده ویلي، ډيری کسان داسې له خوار ځواکی سره مخ شوې چې په بدن کې یې له هډوکو او پوست پرته بل څه ندي پاتې او حتی په لاره نشي ګرځیدلی. په دې ناسته کې امنیت شورا د سوریې له دولت څخه غوښتي ترڅو دې سیمو ته د مرستې رسولو اجازه ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *