راپورونه وايي، چې د افغانستان په هلمند ولایت کې د ښکیلو غاړو د جګړو له امله سلګونه ولسي خلک وژل شوي دي.

په هلمند کې د بشرحقونو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر مسول محمد بلال صدیقي وايي، چې په دغه ولایت کې له تېرو ۷میاشتو راهیسې شاوخوا۵۰۰ تنه ولسي وګړي افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښتو کې وژل شوي دي او ۲۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر وايي، چې د دوی د معلومات150318094753_026374273و په هلمند ولایت کې ۷۳۴ تنه ولسي خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دې ادارې معلومات وايي، چې له دې جملې څخه ۵۰۰ تنه وژل شوي او ۲۳۴ تنه نور ټپيان شوي دي؛ چې ډېر بریدونه د وسله والو طالبانو له خوا شوي دي.

صدیقي وایي، چې په ملکي قربانیانو کې ډېر یې ماشومان دي.

د بشرحقونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مسول دا هم وویل، چې د وروستیو جګړو له امله یواځې د هلمند مرکز اړوند باباجي سیمې څخه شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ بیځایه شوي دي.

سره له دې چې هلمند کې کله هم جګړه نه ده دریدلې خو له تیرو درې میاشتو راهیسې یې په بیسارې توګه زور اخیستی دی او همدا اوس ددغه ولایت مرکز اړوند باباجي سیمه، موسی کلا، سنګین او مارجې ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *