د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سوریه او عراق کې د امریکایي ګوزارونو په نتېجه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شونتیا نه ردوي

په دې تړاو په خبرونو پسې، چې امریکایي پوځیان چمتو دي، چې په عراق کې د «اسلامي دولت» پر ضد د پوځي عملیاتو په بهیر کې د ولسي وګړو ژوند هم د مرګ ژوبلې له ګواښ سره مخامخ کړي، پنتاګون تر نېوکو لاندې راغی.

دغه خبر یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط څرګند کړ.

په واشنګټن کې د RT خبریالې ګیانې چیچاکیان اړونده پوښتنه د امریکا متحدو ایالتونو په بهرنیو چارو وزارت کې په جوړ شوي لنډه خبري ناسته کې وکړه.

د پنتاګون استازي، اعلان وکړ، چې امریکا متحد ایالتونه چمتو دي، چې په موصول کې د هدف د له منځه وړلو په موخه ان تر ۵۰ تنو پورې د ولسي وګړو ژوند هم د مرګ ژوبلې له ګواښ سره مخامخ کړي. خو د بهرنیو چارو د وزارت استازي په یاده شوې خبري ناسته کې په همدې تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دی له دغې اعلامیې، نه دی خبر. پخوا د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي، د روسیې د هوایي ګوزارونو په نتېجه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې خبرونه د «اندېښنې وړ» بللي وو. نو ځکه دا پوښتنه راپیدا کیږي، چې د امریکا په پوځي عملیاتو کې څومره ولسي وګړي باید ووژل شي، چې امریکا متحد ایالتونه یې د «اندېښنې وړ» وبولي؟ د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت رسمي ویاند مارک تونېر په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې وویل:

«بیا یې تکراروم. موږ تل هڅه کوو، چې د ټولو پوځي عملیاتو په بهیر کې ولسي وګړو ته د اړول کېدونکې مرګ ژوبلې اندازه، څومره چې کېدای شي، ډېره کمه کړو، او ما ته داسې ښکاري، چې موږ خپله دغه دنده په ښه ډول سرته رسوو. خو په سوریه کې د روسیې د هوایي ګوزارونو په تړاو د غږېدو په ترڅ کې د یادولو وړ ده، چې زموږ په نظر، په دغو ګوازارونو کې ځینې ګوزارونه ولسي وګړو ته ډېره زیاته مرګ ژوبله رسوي».

ګیانې چیچکایان په دې تړاو د روښانه ځواب د ترلاسه کولو هڅه وکړه، چې ایا د ۵۰ تنو ولسي وګړو وژنه په «ډېره مرګ ژوبله» کې راځي او که نه. خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارات استازي دغې پوښتنې خواب ور نه کړای شو.

په نتېجه کې، په پوځي عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې هغه شمېر روښانه نه شو، چې د «اندېښنې وړ» وبلل شي. خو د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د همدې په څنګ کې دا ومنله، چې د ډېرو مهمو هدفونو له منځه وړل، تل له مرګ ژوبلې سره مل وي. مارک تونېر د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې په جوړه شوې لنډه خبري ناسته کې وویل:

« زه ټوکې نه کوم. زه یوازې د دې ویل غواړم، کله چې خبره د ډېرو مهمو هدفونو د له منځه وړلو پر سر وي، نو د اړونده پرېکړو د نېولو بهیر ډېر پېچلی بهیر دی. دا د ډېر ستر مسؤلیت پر غاړه اخېستل دي».

پخوا د پنتاګون رسمي استازیو ویلي وو، چې هر هدف به بېل ډول تر ځانګړې څېړنې او شننې لاندې نیسي. د دوی په عقیده، د ډېرو مهمو هدفونو د له منځه وړلو په موخه ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړول روا دي. د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په همدې تړاو په ډېره لېوالتیا خبرې نه کوي. ځکه چې د امریکا د دغه دریځ په تړاو دغه وزارت د نورو هېوادونو د استازیو له پلوه له سختو نېوکو سره مخامخ شوی.

اوس امریکایي پوځیان د دې پر ټاکلو بوخت دي، چې د مهمو هدفونو د له منځه وړلو په موخه، دوی د څومره ولسي وګړو وژلو ته چمتو دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *