د ننګرهار چارواکي وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ولايت کې د كورنيو او بهرنيو ځواكونو هوايي بريدونو او د داعش او طالب وسله والو ترمنځ د نښتو له كبله له سلو زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي کلید ته وویل، كورنيو او بهرنیو ځواکونو په اچین، هسکې مېنې او نازیانو ولسوالیو كې ۷ بېلابېل هوايي بریدونه کړي، چې په مهال یې ۵۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې په دغو بریدونو کې ۱۲ تنه اچین، ۳۶ تنه هسکې مېنې او ۷ تنه نازیانو ولسوالۍ کې وژل شوي او دغه راز د داعش ډلې یو شمېر وسلې او دوه عرادې موټر هم له منځه تللي دي.

بلخوا د ننګرهار یوه باوري سرچینه وايي، چې پچیراګام ولسوالۍ کې هم د بې پیلوټه بریدونو په مهال ۲۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.

دغه راز دغې سرچینې، چې د نوم او غږ له خپراوي یې ډډه کوله، په پچیر اګام او هسکې مېنې ولسوالیو کې د داعش او طالب وسله والو د خپلمنځي نښتو خبر ورکړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پچیر اګام کې د نښتو له كبله ۶ داعش او ۲ طالب وسله وال وژل شوي او څلور طالبان ټپيان دي او دغه راز هسکې مېنې کې هم ۶ داعش او ۲ طالب وسله وال وژل شوي او دوه نور طالبان ټپيان دي.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه کوم نظر او غبرګون نه دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر رسنیو په اچین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې په سیمه کې د داعش ډلې د مشر حافظ سعید د وژل کېدو رپوټونه هم خپاره کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *