په اچين کې دداعش ١٤وسله وال ووژل شول
په اچين کې دداعش ١٤وسله وال ووژل شول
د ملي دفاع وزارت وايي چې ننګرهار ولايت کې د افغان هوايي ځواکونو په بريدونو کې دداعش ډلې ١٤وسله وال ووژل شول او ١٢تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ددفاع وزارت له خوا په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد عمليات په تېرو ٢٤ساعتونو کې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ، په دغو هوايي بريدونو کې دداعش ١٤وسله وال وژل شوي او ١٢نور يې ټپيان دي.
خبرپاڼه زياتوي چې ددغو بريدونو په ترڅ کې دداعش ډلې يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د يادونې ده چې د روان کال په ترڅ کې په ننګرهار ولايت کې ددعش ډلې ډيرى وسله وال د امنيتي ځواکونو تر بريدونو لاندې نيول شوي او ډيره مرګ ژوبله ورته اوښتې ده .