ولسمشر او اجراييه رييس پنجشېر ته لاړل
ولسمشر او اجراييه رييس پنجشېر ته لاړل
ولسمشر محمد اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله نن سهار پنجشېر ولايت ته سفر وکړ.
د پنجشېر ولايت يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې ولسمشر او اجراييه رييس نن سهار دغه ولايت ته راورسېدل.
سرچينې زياته کړه چې دغه چارواکي د پنجشېر ولايت له مشرانو او مخورو سره تر ليدنې وروسته د احمدشاه مسعود قبر ته د دعا په موخه لاړل