د کابل ښار په تایمني کې د فرانسویانو په هوټل ډله ییز ځانمرګی برید شوی

د کابل ښار په قلعه فتح الله او تایمني واټ په ۹ سړک کې د فرانسویانو په یو هوټل باندې ډله برید شوی دیC6AA0081-A35D-4AAC-95D9-AF36F6D9F059_w900_r1_s.

د کابل د ۱۱۹ شمېرې مسوول همایون عیني وویل، رسینو ته د پېښې تایید کړی دی او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې ۳ مېلمانه ټپیان شوي، خو هویت نه دی معلوم.

لومړني راپورنه ښيي، چې تر اوسه په دغه برید کې ۸ تنه ټپیان شوي دي.

له سیمې نه یو عیني شاهد شاهین سروري سلام وطندار ته ویل، چې څو تنه بریدګر یوې ودانۍ ته ننوتي دي او همدا مهال د امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

په همدې سړک کې د ولسمشر غني د اقتصادي سلاکار او د مالي د پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال او د پارلمان د وکيلې تورپېکۍ پتمن کورونه هم موجود دي.

د همدې سړک په اوږدو کې لسمه امنیتي حوزه هم موقعیت لري.

ناتایید شوي راپورونه وايي، چې د دغه برید موخه د فرانسویانو یو مېلمستون دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *