پاکستانۍ مېرمنې داعش سره د يو ځای کېدو لپاره سوريې ته تللې
د پاکستان پنجاب په لاهور ښار کې پوليسو تاييد کړې چې درې مېرمنې سره د خپلو بچو په “اسلامي دولت نومې ډلې کې د شاملېدو لپاره سوريې ته تللي”.
بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند قاضي خليل الله ويلي چې پاکستان کې د داعش نښې نشته خو دا يو څو وګړي دي چې د نوموړې ډلې سره يو ځاي شوي دي.
په پنجاب کې د لادرکه شويو کسانو په اړه څو مېاشتې وړاندې د ښار، وحدت کالونۍ او پنجروال پوليس سټېشنو کې راپور ثبت شوي و.
خو د پولېسو چارواکي وايي چې امنيتي ادارو ته اوس معلومه شوې چې دغه کسان په “اسلامي دولت” ډلې کې د شاملېدو لپاره د کراچۍ او ګوادر له لارو ايران او بيا سوريې ته تللي وو.
د لاهور د پولېسو يوه لوړ پوړي چارواکي حيدر اشرف بي بي سي ته ويلي، له پوليسو سره د دغه کسانو د ورکې راپور ثبت شوی و، خو په دغه کې ځينې مېرمنو له خپلو کورنېو سره تماس نيولی.
د کورنېو غړو اوس امنيتي ادارو ته ويلي چې دغه کسان نه دي تښتول شوي بلکې په خپله خوښه سوريې ته تللي.
سورېې ته د دغه مېرمنو د تلو پخلۍ په داسې مهال شوی چې يوه ورځ وړاندې د ترهګرۍ د کنټرول ځانګړي ځواک د پنجاب سيالکوټ سره نژدې سيمه ډسکه کې اته کسان نيولي وو.
په دوی تور و چې د اسلامي دولت ډلې لپاره کار کوي.
د پنجاب ايالت، د قانون وزير رانا ثنا الله په دغه سيمه کې د اسلامي دولت ډلې د موجودګۍ پخلی کړی او ويلي دي چې په دسکه کې دغه کسان د اسلامې دولت ډلې د يوه تن امير معاويه سره د موباېل له لارې په تماس کې وو.
هغه وويل چې دغه کسانو سوريې ته د تلو چمتوالی نيولو چې استخباراتو د دوی پر ضد ګام پورته کړ.
بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند قاضي خليل الله ويلي چې داعش پاکستان کې شتون نه لري.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي په دغه هېواد کې د داعش د شتون خبره ردوي.
وړاندې هم د پاکستان د کورنيو چارو د مرکزې وزير چودهري نثار په ګډون لوړ پوړو حکومتي چارواکو پاکستان کې د داعش د شتون خبره رد کړې وه.