په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نۍ وايي چې ۲۰۱۵ میلادي کال د بیان د ازادۍ په وړاندې تر ټولو ستونزمن کال و.

د نۍ مشر صدیق الله توحیدي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې لسګونو خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی او اطل57777_1اعاتو ته لاس رسی محدود شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف یې کمېسیون رامنځته کړی چې هدف یې د خبریالانو او بیان د ازادۍ خوندیتوب دی.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مسولین وايي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د خبریالانو په واړندې یې د تاوتریخوالي ۹۵ پېښې ثبت کړي دي.

د دغې ادارې مشر صدیق الله توحیدي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د خبریالانو د تاوتریخوالي دغه پېښې ۴۰ یې د طالبانو ۳۲ د حکومت، ۲۲ د نامعلومه کسانو او یوه د ناټو ځواکونو له خوا شوې ده.

ښاغلي توحید زیاته کړه چې د خبریالانو په وړاندې تر سره شوي تاوتریخوالي کې څلور خبریالان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان او یا بد رد ورته ویل شوي دي.

۲۰۱۵میلادي کال کې موږ د خبریالانو د قتل څلور پېښې لرلې، درې مورده مو د ټپي کېدو لرل،۲۰ پېښې د وهلو ټکولو ثبت شوي ۴۰ مورده د خبریالانو په وړاندې د توهین او سپکاوي ثبت شوي چې دا تر ټولو بد کال وو په دې خاطر بد کال وو چې موږ تر دې مخکې په دومره پراخه پیمانه د رسنیو د ګواښونو د پېښو شاهدان نه وو.”

ښاغلي توحیدي زیاته کړه چې په دغه کال کې د وسله والو طالبانو له خوا ۲۴ رسنۍ ښکاره ګواښل شوي هم دي.

د نۍ ادارې مسوولینو د دې ترڅنګ وویل چې په ۲۰۱۵ میلادي کال د بل هر کال په پرتله اطلاعاتو ته لاس رسی هم ستونزمن شوی دی.

دې ادارې د افغان خبریالانو د خونديتوب په برخه کې افغان حکومت په بې تفاوتۍ تورن کړ.

ښاغلي توحیدي وویل چې د تېرو څو کلونو راپه دې خوا د وژل شوو خبریالانو ۱۶ قضیې په عدلي او قضايي ارګانونو کې تړلې پاتې دي او په اړه یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال امنیتي وضعیت پر ټولو اړخونو خپل تاثیر کړی چې یو یې هم مطبوعات وو.

د دغه وزارت ویاند هارون حکیمي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یادو پېښو ته په کتو د خبریالانوپه وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون رامنځته کړي.

“د رسنیو د ملاتړې ارګان په توګه به زموږ هڅه دا وي چې په راتلونکي کال کې د بیان د ازادي د ملاتړ په برخه کې اطلاعاتوته لاس رسی اسانه کړو او د ژرونالیستانو ژوند به خوندي وي.”

دا لومړی ځل نه دی چې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښیې.

که څه هم وسله والو طالبانو د نی ادارې ددغه نوي راپور په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې د خبریالانو په وړاندې ددوی په نامه د تاوتریخوالي راپورنه رد کړي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *