452375څو د قيقي وروسته موږ نوی ۲۰۱۶ کال لمانځو، د دغو ښو شيبو رانږدې کېدل- د تير او راتلونکې ترمنځ سره، موږ له وړکتوب څخه اشنايي لرو.

موږ دغو شيبو ته په ډيره خوښۍ، اميدواري او ولولو انتظار باسو، په ښه او ځلانده باور کوو. دغه جشن په دوديزه توګه په کورنيو او د نږدې ملګرو سره لمانځل کيږي، خو ټولو ته د دې فرصت نه برابريږي چې نوی کال د خپلوانو سره يو ځای ولمانځي.

اړېنه ده په روغتونواو توليدي کار ځايونو کې کار وکړو، پوځي د ندې اجراکړو ، د پولې ساتنه وکړو، دايمي نوکريوالې تر سره کړو، تر څو زموږ امنيت په وچه ، سمندر او هوا کې خوندې سي.

موږ د ټولو هغو کسانو څخه ، چې شپه او ورځ، په رسمي او رخصتي ورځو کې، تل پخپلو د ندو بوخت دي، مننه وکړو. او نن زه په ځانګړي توګه غواړم هغو زموږ پو ځيانو ته مبارکۍ ووايم چې په ليرې کرښه کې د نړيوال ترهګرو سره په جګړه کې بوخت دي، او خپل غوڅ ، غښتلتوب او اراده له ځانه ښيئ. نو له دې کبله، موږ دغه ځانګړتيا ته په هر ځای، تل، او په هر کار کې اړتيا لرو.

زموږ د ټول هېواد برياليتوب ، ز موږ دهريو داغيزمن کار په سرته رسولو پورې اړه لري.. موږ يو هدف سره متحد وي، موږ هڅه کوو د خپل هېواد د راتلونکې برخليک په اړه د هغه د پاره ګټور کار تر سره کړو.

موږ د ستري وطني جګړې اويايمه کاليزه په تلونکی ۲۰۱۵ کال کې ولمانځله. زموږ تاريخ، د پلرونو او نيکونو تجربي، په ستونزمنو وختو کې د دوی يوالی او قوي روحيه زمو ږ د پاره يوه ډيره ستره بيلګه ده. هغوی زموږ سره مرسته وکړه او هغوی به زموږ سره په کافي اندازه نوو چلنجونو ته د ځواب ويلو په خاطر مرسته وکړي.

ګرانو ملګرو! اوس موږ د نوې کال په شپه، د خپلو نږدي کسانو په اړه سخت احساس کوو، او مهمه ده چې د د وی ټولې چارې ښي وې او روغتيا يي په برخه وې، تر څوميندي او پلرونه ارامه وې او په نيکنامي خپلو ميندو او پلرونو ته را وګرځي، کوم چې هغوي موږته رازده کړي او رازده کوي ئي.

اجازه راکړي چې زموږ ماشومان هوښيار، ځيرک ، فعال غټ سي.‎ اوموږ به له دوی سره په ورځنيو چارو کې د خواخوږي، سخاوت، او زړه سوي ترحده کار کوو. د نوې کال تر رارسېدو پورې يواځي څو ثانيي پاتي دي. راځئ يو اوبل ته برياليتوب، خوښۍ اود نيکمرغۍ ارزوګاڼې وړاندې کړو د يو اوبل څخه د پوهاوي او ملاتړاو حساس ګډون له کبله مننه وکړو او خامخا د روسيي د هوسايني اونيکمرغۍ په خاطر د سلامتۍ جام پورته کوو. جشن مو مبارک شه! نوی۲۰۱۶ کال مو مبارک شه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *