دوبۍ کې برج خليفه سره نژدې اور لګېدلی
ځايي چارواکو ويلي چې د اور وژنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.
د دوبۍ په مرکزي برخه کې تر ټولو دنګې ودانۍ (برخه برج الخليفه) سره نژدې ودانۍ کې اور لګېدلی.
د راپورونو له مخې اور د دوبۍ په ادرس هوټل کې لګېدلی، چېرته چې د نوي ۲۰۱۶ کال لپاره اور لوبې او مراسم ترسره کېدل.
چارواکي وايي اور اوس تر کنټرول لاندې دی او په دغه پېښه کې ۱۶ کسان ټپيان شوي دي.
د دغو کسانو د ټپي کېدو علت لا نه دی روښانه.
ويل کېږي د دوبۍ مرکزي برخه کې شاوخوا دوه ميليونو وکړو د نوي کال په مراسمو کې برخه اخيسته.
له خلکو غوښتل شوي چې د ادرس هوټل شاوخوا پرېږدي او خوندي ځايونو ته ځانونه ورسوي.
ځايي چارواکو ويلي چې د اور وژنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.