هیلري کلنټن وايي ”باوري یم موږ چې څه وايو د دغې ډلې له خوا د ټولوژنې په اړه کافي شواهد لرو، دوی غواړي چې عیسویان او نورو مذهبي لږکي له منځه یوسي”.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماندې هیلري کلنټن ‘اسلامي دولت’ ډله په عراق کې د لږکیو عیسویانو او ایزیدیانو په ټولوژنې تورنه کړه.

هیلري کلنټن وايي، دغه ډله په منځني ختیځ کې له لږکیو سره ډېر ناوړه چلند کوي151230062722_clinton_640x360_._nocredit.

کلنټن د دیموکرات ګوند له خوا د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نومانده ده.

کله چې له هغې وپوښتل شول، دغه ډله عیسویان، ایزیدیانو کردي مسلمانان او د نورو دینونو لږکي وژني، دې یې په ځواب کې وویل:

”زما په باور دا پوښتنه دوه میاشتې وړاندې هم رانه شوې وه، او ما وویل چې دا توری قانوني ارزښت لري، دا ډېر مهم دی”.

هیلري کلنټن وايي ”باوري یم موږ چې څه وايو د دغې ډلې له خوا د ټولوژنې په اړه کافي شواهد لرو، دوی غواړي چې عیسویان او نورو مذهبي لږکي له منځه یوسي”.

‘اسلامي دولت’ ډله د منځني ختيځ په هغو سیمو کې ایزیدیان او نور مذهبي لږکي په نښه کوي، چې پرې واکمنه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *