د افغانستان په ولسي جرګې کې ځینې وختونو له بېلابېلو هېوادونو سره د هوکړه لیکونو پر سر اوږده بحثونه کېږي، خو د افغانستان او ترکيې ترمنځ هوکړه په ولسي جرګې کې له بحثونو او مشاجرو پرته د رایو په اکثریت سره تصویب شوه151230105026_afghan_turkey_640x360__nocredit.

ولسي جرګې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د پوځي همکاریو هوکړه لیک تصویب کړ. دا هوکړه لیک د افغان او ترکي چارواکو له خوا د تېرکال په لیندۍ میاشت کې لاسلیک شوی و.

د دې هوکړه لیک له مخې د ترکیې هېواد ژمن دی چې د افغان ځواکونو د یوې برخې د روزنې لګښتونه ورکړي.

دغه هوکړه د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د ترکيې هېواد د څلور اعشاریه اوه میلیونو ‘لېرو’ د مرستې چې یو میلیون او شپږ سوه زره امریکايي ډالر کېږي، د لګښت چوکاټ روښانوي.

د ولسي جرګې د نړیوالې کمېټې غړی داود کلکاني د جرګې په عمومي ناسته کې وویل، د ولسي جرګې کمېسیونونو پر دغه هوکړه خبرې اترې کړي او له موادو سره موافق دي:

”د نړیوالو چارو کمېسون دغه هوکړه او پروتوکول ارزولی او د ولسي جرګې نورو دایمي کمېسیونونو ته مو هم استولی چې یوولیسو کمېسیونونو تایید او یوه رد کړی دی. د دفاعي چارو او پنځو نورو کمېسیونونو په دې اړه څه نظر نه دی ور کړی. دغه هوکړه لیک له یوې سریزې او یوولس مادو او پروتوکول یې له یوې سریزې او نهو مادو سره ستاسو خدمت ته وړاندې کېږي. ”

ترکيې ته د استول کېدونکو افغان ځواکونو د روزنې د لګښتونو ور کړه، د دغه هوکړه یوه برخه ده.

د هوکړه لیک پر بنسټ به د ترکيې سمندري ځواکونه هر کال سلو افغان ځواکونو ته لنډمهاله روزنه ور کړي.

ښاغلي کلکاني د دغه هوکړه لیک نورې مادې هم ولوستې:

دا هوکړه لیک د افغان او ترکي چارواکو له خوا د تېرکال په لیندۍ میاشت کې لاسلیک شوی و.

”په دغه پروتوکول کې د رسمي سفرونو، د زدکړییزو کورسونو، ترکیې ته د روزنې لپاره د استول کېدونکو افغان ځواکونو د اعاشې او همدارنګه د حربي ښوونځي د سون توکو د لګښتونو پر هوکړه شوې ده. ”

د ولسي جرګې مرستیال محمد نذیر احمدزي د افغانستان او ترکيې ترمنځ د پوځي همکاریو پر هوکړه لیک د رایې اچونې د پایلې په اړه وویل، د تایید رایو په ډېرښت دغه هوکړه لیک تایید او تصویب دی.

د افغانستان په ولسي جرګې کې ځینې وختونو له بېلابېلو هېوادونو سره د هوکړه لیکونو پر سر اوږده بحثونه کېږي، خو د افغانستان او ترکيې ترمنځ هوکړه په ولسي جرګې کې له بحثونو او مشاجرو پرته د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *