د احصايي د ملي ادارې دفتر (نادرا) مخې ته چاودنه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان شوي وو

د خيبر پښتونخوا په مردان سيمه کې د سې شنبې ځانمرګي بريد وروسته پوليسو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر شکمن کسان نيولي دي151229115036_suicide_bomber_mardan_640x360_afp_nocredit.

د احصايي د ملي ادارې دفتر (نادرا) مخې ته چاودنه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان شوي وو.

په وژل شويو کسانو ډېری ولسي وګړي وو، چې د احصايي ملي ادارې ته د ننوتلو انتظار يې کاوه.

مردان کې یوه مشر پوليس حشمت علي زيدی بي بي سي ته ويلي چې د دغې پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د ځانمرګي بريدګر د بدن ټوټې د څېړنو لپاره د ترهګرۍ ضد ادراې ته سپارل شوې دي.

دی وايي، پوليسو د مردان په ځينو برخو کې چاپې وهلې او ۷۰ تنه شکمن کسان يې نيولي دي.

حشمت زيدي دا هم ویلي چې د دغې پېښې ځای کې د يوه موټرسايکل د ټوټو پلټنه هم کوي.

ځايي پوليس وايي، په هغه سيمه کې چې چاودنه شوې کومه سي سي ټي وي کامره نه وه لګول شوې.

دوی وايي د نادرا چارواکو ته یې وړاندې هم د امنيتي ستونزو په اړه خبر ورکړی و خو اړين ګامونه يې نه وو اخيستي.

له دې وړاندې د مردان د پوليسو يوه مشر سعيد وزير بي بي سي ته ويلي وو، چې د دې بريد به اړه ورته له وړاندې معلومات نه وو.

د دغه بريد پړه د طالبانوڅخه جلا شوې ډلې جماعت الاحرار منلې وه. د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني د يوه پيغام په خبرولو ويلي، دغه پېښه کې دوی لاس نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *