د تامل نادو په ایالت کې د هند یوه اتومي بټۍ3949B99C-D929-4097-A617-FC315887C954_w640_r1_s_cx11_cy3_cw58

هند نن د چارشنبې په ورځ دا تائید کړه چې راتلونکی کال د ویسټنګ هاوس الیکټریک کمپنۍ سره د شپږو اتومي بټیو د جوړیدو موافقه نهایي کوي.

د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې د ویسټنګ هاوس کمپنۍ به دغه اتومي بټۍ په راتلونکی کال کې د ګجرات په ایالت کې چې د صدراعظم نریندرا مودي پلرنی ایالت دی، جوړي کړي.

دغه هیواد پلان لري چې د اتومي بریښنا په پروګرام ۱۵۰ میلیارد ډالر مصرف کړي.

هند همدارنګه ویلي دي چې د فدرالي حکومت کابینې د دروسیې په همکارۍ د دوولس نورو بټیو پلان منظور کړی او د سون مواد به یې د استرالیا نه وارد شي.

هند پلان لري چې تقریباً شپیته اتومي بټۍ جوړې کړي او پدې سره به دغه هیواد د چین نه وروسته دویم ستر هیواد شي چې زیاته اتومي بریښنا به ولري.

دغه هیواد کوښښ کوي چې هوا ته د کاربن د خپریدو او د نړۍ د تودوخي د مخنیوي لپاره د تیلو نه کار اخیستل کم کړي. په همدې خاطر دغه هیواد چې اوس پنځه زره اووه سوه او اتیا میګاواټه اتومي بریښنا تولیدوي، کوښښ کوي چې دغه اندازه ۶۳ زره میګاواټو ته پورته کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *