داعش وسله والې ډلې د جنسي غوښتنو د پورکولو په موخه له نیول شوېو مېرمنو او پېغلو نجونو څخه د مینځو تر نوم لاندې د جنسي استفادې د توجیه له پاره فتوا صادره کړې وه.

د موندل شویو اسنادو پر بنسټ په دغې فتوا کې په مشخص ډول له مینځو د جنسي استفادې جواز او نه جواز برخې ښودل شوي دي.

له چې د امریکا ځانګړو ځواکونو په سوریې کې عملیات وکړل، دغه اسناد روېټرز ته په لاس ورغلل.

د دې فتوې له مخې د داعش ډلې وسله والو ته ویل شوي دي، چې مالک یې نیول شويو مینځو له مور او لور دواړو جنسي استفاده نه شي کولی او همدا راز پلار او زوی د دې اجازه نه لري، چې دواړه په یوې مینځې جنسي تېری وکړي.

د چارو شنونکي وايي، چې داعشیان د مریو او مینځو پېر له سنتو په استفادې سره پر مېرمنو او نجونو د جنسي تېرو له پاره توجیې پیدا کوي.

د داعش ډلې دغه چاره کوم نوی کار نه دی.

داعش وسله والې ډلې شاوخوا یوه میاشت مخکې د جګړې غنیمتونو له نوي جوړ شوي دیوان څخه خبر وکړ، چې د دې دیوان اساسي چارې د مریو او مینځو چارو ته لاس رسی دی.

تېرکال له ۱۲۰ زیاتو دیني عالمانو د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ته په پرانیستي لیک کې څرګنده کړې وه، چې د مرییتوب او مینځو په مسلې دې له سره غور وکړي.

دوی ویلي وو، چې دغه کار حرام دی او ابوبکر البغدادي د قران کریم له ایاتونو د اوسني وخت ته په کتو سره ناسم استباط کړی او د اسلام دین یې د ټولې نړۍ له پاره تر سوال لاندې راوستی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *