د لوست دا نوې بڼه ده د ټلویزیوني پردې په وسیله غږیزې او انځوریز لوست او ایله څو ښونځیو کې کارول کیږي.

افغانستان کې د زده کړو د ښه والي په هڅو کې د کابل ځینو ښونځیو کې لوست ډیجیټلي بڼې ته اوښتی، د لوست دا بڼه په ځانګړې ډول هغو ښونځیو کې کارول کیږي چې له جګړیزو سیمو ورغلي ماشومان په کې زده کړې کوي151226075401_digital_book__512x288_bbc.

د ډېرو باور دا دی چې ګواکې په ډیجیټلي بڼې لوست به له زده کوونکو سره د نوې ټکنالوژۍ سره په اشنا کېدو کې مرسته وکړي. د دغه پروګرام جوړوونکي دا کار د افغانستان د معارف انقلاب یادوي.

نجما ځلا له کابله پخپل راپور کې وايي، په کابل کې د رحمن بابا ښوونځی یو له هغو دی چې دیو سافټوییر په مرسته پکې زده کوونکو ته ساینسي مضومونو په ډیجیټل بڼه لوست ورکول کیږي.

د لوست دا نوې بڼه ده د ټلویزیوني پردې په وسیله غږیزې او انځوریز لوست او ایله څو ښونځیو کې کارول کیږي.

دا زده کوونکي د افغانستان له نا امنو سیمو دلته کابل ته راغلي دي. هغه سیمې چې یا د وسله وال پکې برلاسي دي او یا هم هلته جګړه د ښوونځیو د ټړل کېدو لامل شوې شوې.

آمر مخلص له پکتیکا ولایته کابل ته راغلی. وايي د لوست دا بڼه ورته په زړه پورې ده:

‘په لسم صنف کې د پروجیکټور عملي درسونه شروع شول. دا زموږ لپاره ډیره ښه شوه ځکه مخ ته کانکور لرو. نو دا د پروجیکټور درسونه به مو تر ډیره په یاد وي او په کانکور کې به یوه ښه نمره واخلو”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *