دعراق اردو د دغه هېواد د انبار ولايت د الفلوجه ښار په سهيل کې د پوځي عملياتو په ترځ کې ۵۴ وسله وال کسان وژلې دي. دامطلب السومریه تلويزيوني چينل د پوځي قوماندانۍ له قوله ورکړی دي.

« د بغداد تر امر لاندې قطعاتو ۳۳ ترهګر وژلې، اته پټنځايونه يي له منځه وړي او ۴۵ چاوديدونکې توکې يي خنثی کړي دي۰۰۰ تر څو خپل ځانونه د النعیمی سيمي ته ورسوي».- دامطلب تلويزيون د سعد موين له قوله ورکړي دي.

د ده په خبره په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د ال مامير او ال ايرف په سيمه کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي. او د فلوجه په نورو سهيلي برخو کې عراقي ځواکونو د «اسلامي دولت»- داعش نور اووه ترهګر وژلي دي.

پو ځيانو په سېمه کې ۸۵ حلقي ماينونه خنثی کړي او له هغې جملي يوه ودانۍ يي له ماينونو پاکه کړي ده. او ترڅنګ يي د ترهګرو پوځي تخنيک ويجاړ کړی دي.

عراقي اردو ، د هوايي ځواکونو ، مليشو، د امريکا متحده ايالاتو په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ايتلاف د هوايي الوتکو په ملاتړ د هېواد په لويديځ دانبار په ولايت کې پراخ پوځي عمليات پيل کړل.

د جګړي يو اصلي مرکز د ولايت مرکز ال رمادي دي چې د «اسلامي دولت» وسله والو کسانو دروان ميلادي کال په مي مياشت کې تر خپلې ولکې لاندې راووست.

دعراق اردو د سي شنبي په ورځ د ال رمادي ښار د بيا نيولو په موخه پراخ يرغليز(تعرضي) عمليات پيل کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *