ښاغلی حکیمي وايي ”د مالیاتو د راټولو په سیستم کې اصلاحات ، له هغو کسانو چې پخوا یې مالیه نه ورکوله د مالیاتو راغونډول او د نویو تعروفو وضع کول د عوایدو کمکمکمد کچې د لوړيدو له اصلي لاملونو دي”.

د افغانستان د ماليې وزارت وايي په تېرو ۱۳ کلونو کې په لومړي ځل تر بل هر کال یې ډېر عواید را ټول کړې دي.

د وزارت په وینا د تېر ۱۳۹۳ لمریز کال په پرتله سږ ۱۳۹۴ کال د دولت د عوایدو کچه شل سلنه لوړ شوې ده.

وزیر اکلیل حکیمي په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې په روان کال کې د راټولو شویو عوایدو کچه څه باندې ۱۲۰ ملیارده افغانیو ته رسېدلې ده.

تېر کال د عوایدو دغه کچه سل میلیارده ډالره ښوول شوې وه.

ښاغلی حکیمي وايي دغه راټول شوي عواید له هغه ټاکل شوې اندازې شپږ سلنه لوړه ده چې د پيسو نړیوال صندوق په روان کال کې د افغانستان حکومت ته ټاکلې وه.

حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي، د پيسو نړیوال صندوق افغان حکومت لپاره په ۱۳۹۴ کال ۱۱۴ میلیارده افغانۍ عواید ټاکلې و.

د پيسو نړیوال صندوق ژمنه کړې وه چې که افغانستان ټاکل شوی هدف پوره کړي، د افغانستان حکومت ته به د تشویق په بڼه ۷۵ میلیونه ډالره بسپنه ورکړي او دغه پيسې د مالیې وزارت په وینا، اوس افغان حکومت ته ورکړل شوې دي.

د افغانستان د عوایدو کچې د لوړېدو په اړه پر داسې مهال خبرې کيږي چې په دغه هېواد کې ناامنیو او اقتصادو ستونزو خلک اندېښمن کړې دي.

خو د ماليې وزیر وايي له دغو ستونزو سره سره یې د عوایدو کچه لوړ شوې ده.

د عوایدو دلوړېدو لاملونه

ښاغلی حکیمي وايي ”د مالیاتو د راټولو په سیستم کې اصلاحات، له هغو کسانو چې پخوا یې مالیه نه ورکوله د مالیاتو راغونډول او د نویو تعروفو وضع کول د عوایدو د کچې د لوړيدو له اصلي لاملونو دي”.

د نوموړي په وینال د دغو عوایدو له نیمايي ډیره برخه ګمرکونو راټوله کړې او پاتې نور یې وزارتونو، مستوفیتونو او لویو او کوچنیو مالیه ورکوونکیو ورکړې ده.

د افغانستان حکومت هڅه کوي چې له مالي پلوه پر خپل ځان د بسیاینې په لور قدمونه واخلي خو اداري فساد او د جنګ جګړو خورا لوړې بيې يې پر وړاندې لوی خنډونه بلل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *