د زابل امنيتي چارواکي وايي چې د پوليسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ په جګړه کې اووه وسله وال مخالفين او دوه پوليس وژل شوي دي.

د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي وويل، وسله والو طالبانو نن سهار په ياده سيمه کې د سړک جوړونې د يوې کمپنۍ پر سا95EA452E-73A4-448D-A50C-9A6E40B43E63_mw1024_s_nتونکو بريد وکړ.

د ده په خبره، وروسته پوليس سيمې ته ورسېدل او له مخالفينو سره يې دری ساعته جګړه وکړه چې په پايله کې يې اوه وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د فراهي په وينا، په دې جګړه کې دوه پوليس هم ټپيان شوي او له وسله والو مخالفينو يې يوه اندازه سپکې وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

خو د نوخېز په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې چې نه یې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې په جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپی دی.

د سرچينې په وينا، په سيمه کې د وسله والو دری جسدونه او يو سراچه موټر هم پاتې دي.

په دې جګړه کې د سړک جوړونې ساتونکو ته زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *