ويل کېږي داسې وېره ده چې دغه اور به څو ورځې نور هم دوام وکړي

استراليايي چارواکي وايی د ويکټوريا ايالت کې د کرېسمېس پر ورځ د اور لګېدو له امله تر ۱۰۰ زيات کورونه ويجاړ شوي دي.

د چارواکو 151226040348_australia_bushfire_640x360_afp_nocreditپه وينا، وای سمندر سيمه کې ۹۸ کورونه او سيپريشن کريک سيمه کې ۱۸ کورونه سوځېدلي دي.

د ويکټوريا ايالت په جنوب لويديځ کې د ګرېټ اوشن سړک سره نژدې د لګېدلي اور د کابو کولو لپاره په سلګنو اور وژونکي د اور پر کنټرولولو بوخت دي.

د راپورونو له مخې په ځنګل کې د اور لګېدو له امله تر اوسه هېچا ته ځاني زيان نه دی اوښتی.

ډېري خلک د کال په دغه فصل کې د کرېسمېس رخصتيانو لپاره يادې شوې سيمې ته ورځي.

اوس د هوا حالاتو او بارانونو د اور خطر تر يوې اندازې کم کړی دی.

اور څو ورځې وړاندې لګېدلی و، چې د تېزې او ګرمې هوا له امله نورو سيمو ته غځېدلی و.

چارواکي وايي له دغه سيمې يې شاوخوا ۱۶۰۰ سياحان خوندي ځايونو ته لېږدولي دي.

وړاندې هم په ويکټوريا سيمه کې د اور لګېدو ناوړه پېښې تر سترګو شوې دي، ۲۰۰۹ کال، په ياده شوې سیمه کې اور لګېدو له ۱۷۰ زيات کسان وژلي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *