ښاغلی سلطاني وايي پېښه د سيد اباد ولسوالۍ د اوتر کلي په يوه جومات کې شوې ده141110093631_afghanistan_explosition_640x360_reuters_nocredit

د پلازمېنې کابل په سویل کې د ميدان وردګ ولایت چارواکو تاييد کړې چې په دغه ولایت کې د مرمۍ لګېدو له امله لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي د وژل شويو او ټپي شويو کسانو هويت لا نه دی معلوم.

د دغه ولايت مرستيال والي ذاکر حسين سلطاني ويلي دا چې پېښه نن (جمعه، ډسمبر ۴مه) سهار وختي شوې په اړه يې ډېر جزييات نه دي ډاګيزه شوي.

ښاغلی سلطاني وايي پېښه د سيد اباد ولسوالۍ د اوتر کلي په يوه جومات کې شوې ده.

چارواکي وايي وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.

دی وايي د پېښې د ارزونې لپاره يې يو پلاوی چمتو کړی، خو دغه پلاوی بايد د سيمې د خلکو په همغږۍ او همکارۍ سيمې ته ورشي.

د ميدان وردګ مرستيال والي وايي تېره شپه هم په دغه سيمه کې جګړه شوې وه.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې او نه هم د بريد انګېزه معلومه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *