دغه رايه اچونه د پاريس له بريدونو وروسته د فرانسې د غوښتنې پر بنسټ کېږي

ټاکل شوې د جرمني پارلمان نن جمعه په دې اړه رايه ورکړي، چې په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه کې پوځي ملاتړ چمتو کړي که څنګهBerlin_reichstag_CP.

په برلين کې د بي بي سي خبريال وايي، تمه ده چې وکيلان د دغه جنجالي پلان ننګه وکړي.

که څه هم پخپله جرمني سرتيري به عملآ په جګړه کې ښکېل نه شي، خو دغه هېواد به يوه کشفي الوتکه، يوه الوتکه لېږدونکې سمندري بېړۍ او ۱۲۰۰ سرتېري سيمې ته واستوي.

دغه رايه اچونه د پاريس له بريدونو وروسته د فرانسې د غوښتنې پر بنسټ کېږي.

د پنجشنبې پر ورځ د بريتانيا جېټ جنګي الوتکو وروسته له هغې په سوريه کې پر اسلامي دولت ډلې هوايي ګوزارونه پيل کړل، چې پارلمان يې اجازه ورکړه.

ښايي وکیلان دغه وړانديز نن (جمعه، ډسمبر ۴مه) تاييد کړي، خو ځينو استازو ويلي بايد له ډېر احتياط کار واخيستل شي.

ګومان دا دی چې جرمني هم اوس د اسلامي دولت ډلې له لوري هدف دی او وکیلان غواړي چې له فرانسې سره خپل يووالی وښيي.

که د جرمني پارلمان دا وړانديز تاييد کړي، دا به له هېواده بهر د دغه هېواد تر ټولو ستر پوځي عمليات وي.

وړاندوينه دا ده چې د يو کال لپاره به د دغه ماموريت لګښت ۱۴۶ ميليون ډالر وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *