د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په نوزاد ولسوالۍ کې د طالبان له يو زندان څخه يې د امنيتي کسانو په ګډون ٦٠ تنه را خوشې کړي دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال شکيل احمد تسل وويل چې تيره شپه د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د نوزاد ولسوالۍ په برنوزاد 1amneyat-1399372671سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان عمليات ترسره کړي دي.

هغه وايي چې د دې عملياتو په ترڅ کې ١٧ ملي پوليس، ١٩ سيمه ييز پوليس، ٢١ تنه ملکي وګړي او ٣ ماين پاکوونکي را خوشې شوي دي.

هغه زياته کړه : (( دغه کسان اوسمهال په قول اردو کې دي چې په تيرو دوه کلونو کې د طالبانو له لوري نيول شوي و.))

ده وويل چې د زندان ساتونکي وژل شوي خو د کره شميرې په اړه يې څه ونه ويل.

دغه راز تسل وايي چې د مارجې ولسوالۍ د کلابند د ماتولو لپاره هم پراخ عمليات پيل شوي دي.

له شاوخوا ٢٠ ورځو راهيسي د مارجې ولسوالۍ مقام او د امنيه قوماندانۍ ودانۍ د طالبانو لخوا کلابندې شوي دي.

د مارجې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان حاجي سلام وويل چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې پراخ عمليات پيل شوي دي.

ده وويل چې د يادو عملياتو پرمهال تراوسه د ملي اردو درې سرتيري ټپيان شوي خو ګڼ شمير طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د هلمند د امنيه قوماندان مطبوعاتي مسوول دويم څارن شاه محمود اشنا پژواک ته وويل چې تيره شپه سلګونو وسله والو طالبانو په خانشين ولسوالۍ بريد وکړ.

هغه وايي چې د دې بريد په ترڅ کې ٣٠ طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي چې په وژل شويو کې دوه تنه يې پاکستانيان دي.

هغه وايي چې په دې بريد کې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبان هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *