د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وايي، په دې وروستيو کې يې يو صلاحيت لرونکى کمېسيون جوړ کړى چې دنده به يې د رسنيو څارنه او کنټرول ويکندهار.

عبدالباري جهاني دغه څرګندونې کندهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولايت له فرهنګيانو او ليکوالو سره په يوه غونډه کې وکړې چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

جهاني وويل، په مرکز کې يې يو صلاحيت لرونکى کمېسيون جوړ کړى، څو د ټولو تصويري، ږغيزو او چاپي رسنيو د څار او کنټرول چارې ترسره کړي.

ده خبر ورکړ چې په ولايتونو کې به هم د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو په مشرۍ ورته کمېسيونونه جوړ کړي چې د ژورناليستانو تر څنګ به يې د څارنوالۍ، امنيت او نورو ادارو کارکوونکي غړي وي.

هغه زياته کړه، دغه کمېسيونونه به پوره صلاحيت ولري، څو رسنۍ کنټرول کړي او د هغو کړنو مخنيوى وکړي چې د قانون او ملي ارزښتونو خلاف وي.

نوموړي ومنله چې د هېواد په کچه يو شمېر رسنۍ له قانون پښه اړوي او داسې څه خپروي چې د هېوادنيو ارزښتونو ضد دي.

هغه په هېواد کې د ځوانانو له خوا د ټولنيزو رسنيو لکه فېسبوک او نورو پر ناسمه کارونه هم نيوکه وکړه او ويې ويل، د دې پر ځاى چې له دې لارې د روڼ اندۍ، علمي او ټولنيزې ودې لپاره کار وشي، د يو بل په خلاف د ناسمو تورونو، سپکو سپورو لپاره کارول کېږي.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې له بده مرغه په هېواد کې د مطالعې فرهنګ له منځه تللى چې د بيرته را ژوندي کېدو لپاره به هلې ځلې کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د دې د هېواد په کچه تاريخي ابدات هم له ګواښونو سره مخ وګڼل او ويې ويل هڅه کوي، تاريخي ابدات خوندي شي او په دې برخه کې به د خلکو د عامه پوهاوي پر زياتولو تمرکز وکړي.

هغه دا هم وويل چې د مرکز کابل تر څنګ به په دې برخه کې ډېر کار وکړي چې وخت په وخت په ولايتونو کې هم علمي او څېړنيز سمينارونه او فرهنګي غونډې جوړې کړي.

په دې غونډه کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حضرت ولي هوتک وويل، چې د دې ولايت تاريخي ابداتو د تېرو څلورو لسيزو جګړو له امله زيان ليدلى او دغه راز په ډېرو مواردو کې تاريخي ساحې غصب شوې او يا نړول شوي دي، چې د ساتنې لپاره يې اقدام په کار دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *