د ترکیی اوبتلونه د سوریی په سواحلو کی د مسکو د جنګی بیړی فعالیت څاری. په دی هکله د انتیرفاکس آژانس خبر ورکړی.

لږ تر لږه دوه ترکی اوبتلونه د روسیی د جنګی بیړی د موقعیت په سیمه کی چی د سوریی د لاذقیه په ښار کی د روسیی د حمیمیم هوایی اډه پوښی، موجو413120د دی. په دی هکله رسنیو خبر ورکړی. د ترکیی د ستردرستیز د معلوماتو سره سم، اوس د مدیترانی د سمندرګی په ختیڅه برخه کی د ګزمی په وخت کی د دولونای او بوراکیریس اوبتلونه موجود دی. د دولونای اوبتل د نوامبر په ۱۱ نیټه او د بوراکیریس اوبتل د نوامبر په ۷ نیټه ګزمی ته وتلی دی.

د روسیی پر سو — ۲۴ جنګی اولوتکی د ترکیی د F-16 ښکاری اولوتکی تر برید وروسته، د مسکو جنګی بیړی چی د سپتمبر له وروستیو نیټو راهیسی د مدیترانی د سمندرګی په ختیځه سمیه کی لنګر اچولی وو، د سوریی سواحلو ته نژدی لیږدیدیلی ده. د روسیی د وسله والو ځواکونو د ستردرستیز د خبر سره سم د مسکو د ګارد راکتی بیړی چی د هوایی مدافعی د فورت په سیستم چی د اس — ۳۰۰ هوایی ضد توغندیز سیستم ته ورته سیستم دی، سنبال ده، د نوامبر په ۲۵ نیټه د سوریی د لاذقیه د ولایت په ټاکل شوی سیمه کی ځای پرځای شوی او د روسیی د حمیمیم د هوایی اډی د هوایی مدافعی د تامین نوکریوالی یی پیل کړی ده.

د روسیی د وسله والو ځواکونو د ستردرستیز د عمومی اوپراتیفی اداری مشر برید جنرال سرګی رودسکوی خبرداری ورکړ چی ټول هغه هدفونه چی بالقوه ګواښ رامنخ ته کوی، به له منځه یوړل شی. د روسیی د سو — ۲۴ اولوتکی تر پیښی وروسته د ګوزاریزو هوایی ځواکونو فعالیتونه د ښکاری الوتکو تر ملاتړ لاندی تر سره کیږی. دروسیی د وسله والو ځواکونو د ستردرستیز د خبر سره سم، د حمیمیم په هوایی اډه کی همداشان د هوایی مدافعی د اس — ۴۰۰ سیستم چی د روسیی د هوایی — فضایی ځواکونو د ګروپ ډاډه امنیت تامینوی، هم په کار اچول شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *