ایران بهرنیو پانګوالو ته د نفتو او ګازو په برخه کی ۷۰ طرحی وړاندی کوی

ایران بهرنیو پانګوالو ته د نفتو او ګازو په برخه کی دا ښوونتیا ورکوی، چی د نفتو او ګازو په راویستلو کی د هیواد په کچه د ۷۰ پلانونه طرحی چی ۳۰ ملیارده ډالره ارزښت لری، و413240سپاری.

په تهران کی د دوه ورځینی کنفرانس په اوږدو کی ۱۸ پروژو ته، کومی چی بهرنیو پانګوالو ته وړاندی شوی وی، ۵۲ نورو پروژی هم ورزیاتی شوی چی ۲۹ د نفتو او ۲۳ یی د ګازو پروژی دی.

د نفتو د چارو د معلوماتو د آژانس د خبر له مخی څرګنده شوی، چی د دغو کمپنیو د تړونونو له مخی چی د ایران لخوا ترتیب شوی دی، بهرنی پانګوال باید چی د معامله لرونکی په څیر ځایی کمپنیو سره د ګډو کمپنیو د جوړولو لپاره کار وکړی.

د دی سربیره نوماندی کمپنی باید چی د نفتو او د ګازو د راویستلو د چارو تخنالوژی برابره کړی او ځایی همکاران په دنده وګماری.

په پام کی نیول شوی، چی د هری پروژی هر یو تړون به بیل او ځانګړی وی، د ټولو پروژو لپاره به یو تړون نه وی. پانګوال به د دی حق هم ولری، چی په بهر کی د تیلو او نفتو په کمپنیو کی د نفتو او ګازو په راویستلو او خرڅ کی هم خپله ونډه ولری.

لکه څنګه چی ویل کیږی، دغه تړون د ۲۰ کلونو لپاره چی تر ۲۵ کلونو پوری اوږدیدای هم شی، لاسلیک کیږی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *