بشار اسد: د سوریې دښمنان له ترهګرو سره پوځي او مالي مرستې زیاتوي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/11/413058.jpg)
بشار اسد: د سوریې دښمنان له ترهګرو سره پوځي او مالي مرستې زیاتوي
د سوریې دښمنانو د سوریې د پوځ د بریالیتوبونو په تړاو د ترهګرو پوځي او مالي ملاتړ زیات کړی دی. دغه خبره د سوریې عربي جمهوریت ولسمشر بشار اسد د ایران د لوی روحاني مشر له سرسلاکار علي اکبر ولایتي سره په دمشق کې د کتنې پر مهال وکړه.
«د سوریې ولسمشر په ټینګار وویل، چې د سوریې پوځ د خپلو دوستانو، په تېره بیا د روسیې او ایران په مرسته ډېر زیات بریالیتوبونه لاسته راوړي او همدغو بریالیتوبونو د سوریې یو شمېر دښمن هېوادونه دېته اړ کړي، چې حالات زیات کړکېچن کړي او د همدې لپاره یې له جګړه مارانو سره خپلې مالي او پوځي مرستې زیاتې کړي دي».
د سوریې ولسمشر بشار اسد دا هم وویل، چې د سوریې حکومت او د هغه انډیوالان به په راتلونکې کې هم د ترهګرۍ د هر ډول ښکارندو په وړاندې په خپل ټول زور کلکه مبارزه وکړي. دوی په دې باور دي، چې د سختدریځو اسلامپالو له منځه وړل، نه یوازې په منځني ختیځ، بلکې په ټوله نړۍ کې د ثبات د ټينګېدا په لورې اساسي ګام دی.
د ایران د لوی روحاني مشر سلاکار علي اکبر ولایتي د افراطیونو په وړاندې په مبارزه کې د سوریې د ولس مقاومت وستایه. ده د خپلې وینا په ترڅ کې خبر ورکړ، چې تهران هوډ لري، چې د ترهګرو پر ضد په مبارزه کې د دمشق ملاتړ ته، د پخوا په څیر دوام ورکړي.
پخوا بشار اسد څو ځله په ټینګار دا خبره کړې، چې روسیه یو له هغو ډېرو لږو هېوادونو څخه ده، چې د سوریې عربي جمهوریت د قانوني حکومت ملاتړ کوي، د سوریې له کومتي پوځونو سره د «اسلامي دولت» او د نورو ترهګریزو ډلوټپلو د جګړه مارانو پر ضد په مبارزه کې، د بې سارو بریالیتوبونو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي. اسد وویل چې د روسیې د هوایي-کیهاني ځواکونو په مرسته په هېواد کې وضعه ښه شوې ده.
ولسمشر بشار اسد له چینایي رسنیو سره په مرکه کې وویل: له څه مودې پخوا راهیسې، د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې د روسیې د هوایي-کیهاني ځواکونو د ګډون له پیل نه راوروسته، په سوریه کې وضعه د ښه والي په لوري بدله شوې ده.
اسد په ټینګار وویل، چې روسیې د دوو میاشتو په موده کې په منځني ختیځ کې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې تر هغه څه ډېر وړاندېتګ کړی، چې د امریکا متحدو ایالتونو په سروالۍ جوړې شوې لوېدیزې ټلوالې په یوه کال کې کړی دی.
د سوریې د پوځ ویاند جنرال علي میحوب د یکشنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې ترکیې په سوریه کې ترهګرو ته د وسلو ورکول زیات کړي دي. د علي میحوب له خولې، انقره د همدې په بدل کې تېل او لرغوني اثار تر لاسه کوي او په دې ډول د سوریې له شخړې نه خپله ګټه اخلي.