په هغه وېډیو کې، چې څه موده وړاندې په انټرنېټ جال کې نندارې ته وړاندې شوه، د معتدلو ترکمنو د ډلې مشر هم ښکاري. دغه ډله د سوریې په شمال کې فعالیت کوي. د دغې ډلې استازي وایي، چې د روسیې د سو-۲۴ د الوتکې پېلوټ دوی وژلی دی413307.

دغه پېلوټ د ترکیې د هوایي ځوک د الوتکو له خوا له وېشتل شوې الوتکې څخه، له سوریې سره پولې ته نېږدې، په پاراشوټ کې ټوپ اچولای وو. انټرنېټي فعالینو او بلوګرانو د یادې شوې ویډیو په لېدو، سملاسي دېته پام شو، چې دغه یاغي نه سوریایی دی او نه سوریایی ترکمن دی.

د شته اطلاعاتو له مخې، دغه سړی — ترکی دی او الپاسلان چېلیک نومیږي. دی د ترکیې د یوه ښار، د پخواني ښاروال رمضان چېلیک زوی دی. د روسیې د RT ټلویزیوني چینل ژورنالستانو له رمضان چېلیک سره د اړېکې د ټينګولو هڅه وکړه، چې د روسي پېلوټ په وژلو کې د ده د زوی د احتمالي لاس لرنې په تړاو ورسره وغږیږي. خو ترهغه وروسته، چې دغه وېډیو په انټرنېټ کې راښکاره شوې، له ښاغلي چېلیک سره د اړیکې ټینګول ناشوني شوي. خو د RT ټلویزیوني چینل ژورنالستانو وکړای شول چې د ملي غورځنګ د ګوند په ښي وزر کې د ده د سیاسي ګوند له استازي سره وغږیږي.

د رمضان چېلیک استازي له RT سره په مرکه کې وویل: «تاسې دوه نومونه واخېستل. د رمضان چېلیک په تړاو ویلای شو، چې دغه سړی زموږ د ګوند له پلوه ښاروال غوره شوی وو. دا له موږ سره د ده یوازېنۍ اړېکه ده. اوسمهال زه یوازې همدومره ویلای شم، او بس».

په هغو ګڼ شمېر عکسونو کې، چې په انټرنېټ کې خپاره شوي، کشر چېلیک د وسله والو وګړو په منځ کې لېدل کیږي. د اټکل له مخې دا د ده انډیوال جګړه ماران دي. دوی د لاس په خوځښت داسې نښه ښيي، چې د «خړ لېوان» د بدنام ګروپ غړي یې یوه بل ته د هرکلي ویلو پر مهال ښیي. د دغه ګروپ د کړنو نوملړ له ډېر شمېر خونړیو جنایتونو ډک دی. د همدغه ګروپ غړو په ۱۹۷۸ کال کې د هېواد په جنوب-ختیځ کې په قهرمان ماراش ښار کې ۱۵۰ تنه سیاسي کیڼلاري فعالین په ډېر وحشت په وینو کې ولمبول. په ۱۹۸۱ کال کې هم، دوی ټوله نړۍ په شوک کې واچوله. د همدغه سازمان یوه غړي د روم پاپ دویم پاول د وژلو هڅه وکړه. دغه پېښه په واتیکان کې د بزرګ پیتر په میدان کې وشوه. ویل کیږي، چې د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر پر ۱۰-مه په انقره کې د چاودنې تنظیمول هم د همدغه سازمان د غړو د لاس کار دی. دغه چاودنه د کوردي فعالینو د لاریون پر مهال وشوه.

«خړ لېوان» د ترکیې د واکمنۍ له جګپوړو استازیو سره اړیکي لري. «خړ لېوان» د هغه ملي غورځنګ ګوند وسله واله څانګه ده، چې د الپاسلان چېلیک پلار یې غړی دی. او دغه ګوند، لکه چې څرګنده ده، د اردوغان د عدالت او پرمختګ له واکمن ګوند سره اړیکي لري. او ډېر ځله د دغه ګوند مرستې ته ورځي.

د ملي غورځنګ ګوند دا په ډاګه وپوهوله، چې د هېواد ملي واکمنتوب او دولتي امنیت ته د ګواښ د راپیدا کېدو په ترڅ کې د اردوغان له ګونده ملاتړ کولو ته چمتو دی. له روسیې سره د اړیکو د خړپړتیا په فضا کې د ملي غورځنګ د ګوند رییس دولت باخچېلي اعلان وکړ: «د ملي غورځنګ ګوند به په دغه مسأله کې د حکومت، چې مشري یې د عدالت او پرمختګ ګوند پر غاړه ده، ملاتړ وکړي، د هېواد چارواکي د نېوکو د څرګندولو بشپړ حق لري».

RT د ولسي دیموکراسي د کیڼمنځلاري ګوند له منشي ایخان بیلګېن څخه د «خړو لېوانو» په تړاو پوښتنه وکړه. بیلګېن په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې وویل: «ټولو ته څرګنده ده، چې دغه ګوند خپل ایډیالوژیکي الهام د ادولف هیټلر د «ماین کمپ» د کتاب او د ترکي د ناسیونالیستي دريځه فیلسوفانو د اثارو له لوستلو اخلي. دغه سازمان زیات د امریکا د «کو-کلوکس-کلان» له سازمان سره پرتله کېدای شي، ځکه چې دوی د ناسیونالیستي مفکورو د راپورته کېدو پر مهال خپل فعالیتونه ډېر ګرموي. «خړ لېوان» په سیاسي پېښو کې لاس وهي، او په کوڅو کې داسې کارونو ته لاس اچوي، چې له سیاست سره هیڅ تړاو نه لري. د ملي غورځنګ ګوند په خپلو کړنو کې یوازې «زور» کاروي. «خړ لېوان» کله کله حتا د ترکیې له استخباراتو سره هم همکاري کوي».

د دغو اطلاعاتو په رڼا کې دغه پوښتنه راپورته کیږي: څنګه داسې پېښ شول چې د ترکیې په افراطیونو کې د افراطي سازمان د وسله والې څانګې غړي د سوریې د معتدل مقاومت د جنګیالیو په لیکو کې وګڼل شي؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *