په کلفورنیا کې اور بل شوی او زرګونه کورنۍ تښتیدلي دي

اور زرګونه کسان له سیمې تېښتې ته اړ کړي دي.اور زرګونه کسان له سیمې تېښتې ته اړ کړي دي.

د امریکا د کلفورنیا ایالت په یو شمېر لېرو پرتو سیمو کې خطرناک اور بل شوی دی چې په څو ساعتونو کې ۴۰ میله نورو سیمو ته رسېدلی او زرګونه خلک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ویستلي دي.

څلور اور وژونکی هم سوځېدلي چې اوس په روغتون کې دي.

د کلفورنیا د ځنګلونو د ساتنې او اطفايي چارواکي وايي چې اور د شنبې په ماسپښین د سن فرانسېسکو د شمال په ۱۰۰ میلۍ کې، د لېک په ولسوالۍ کې ولګېد او ډېر ژر هغو ځنګلونو او ونو ته ورسېد چې له تېرو څو کلونو راهیسې وچکالۍ ځپلي دي. اور بې شمېره ودانۍ زیانمنې کړي دي.

ټول ښارګوټي او د لویې لارې په ۳۵ میله کې پراته استوګن یې له سیمې ویستل شوي دي.

اخوا، په ختیځې برخې کې د اطفايي ماموران بوخت دي چې د سکرامېنټو په ۷۰ میلۍ کې بل شوی اور مړ کړي، دغلته اور په څلورو ورځو کې ۱۰۱ میله لېرې ورسېد، ځنګلونه او ونې یې سوځولي دي.

سره له دې چې له ځنګلونو اسمان ته پورته کېدونکي لوګي د اور وژنې چارې ستونزمنې کړې خو، د اطفايي ماموران او هیليکوپټرونه لګیا دي چې اور مړ کړي.

د چهارشنبې لګیدلي اور ۸۶ کورونه او نیمه جوړې ودانۍ ویجاړ کړل او شاوخوا ۶۴۰۰ نورو کورونو او ودانیو ته یې ګواښ پېښ کړی.

د سیمې یو اوسېدونکي جوی توماز د اسوشیټټ پرس اژانس ته وویل “زما ټول کاروبار، هټۍ، کور، د ۲۸ کلونو ژوند او نور هرڅه په اور کې لولپه شول. ډېره خواشینوونکې پېښه ده. “

توماز د ټراکټورنو د پېر او پلور کاروبار کاوه، دی وايي د اور له لګېدو وروسته ده او مېرمنې یې یوازې ځینې کاغذونه، خپل کمپیوټر، تصویرونه او څلور سپي واخیستل، خو یو پسه، پنځه بتکې، شپږ سوي او تر ۳۰ زیات چرګان ترې پاتې شول.

دی وايي ” ما ونشو کولی چې هغوی ټول وباسم، موږ فقط غواړو چې بېرته خپل کور ته ستانه شو. دا یو لوی مصیبت دی.”

والي جیري براون اضطراري حالت اعلان کړی دی او د اطفايي له مامورانو سره مرستې کوي او امکانات یې زیاتوي چې د ستونزې مخه ونیول شي.

والي وايي ۳۸۵۰ اورو ژونکي یې د اور د مړه کولو لپاره استولي او ښايي دغه شمېره نوره هم زیاته کړي. پلټنې روانې دي چې د اور د لګېدو علت معلوم شي.

په همدې حال کې له سیمې د خلکو د ویستلو یو بل خبرداری هم ورکړل شوی دی او ویره ده چې اور به د ګروف جینټ سګویا په نامه لرغونې ونې ته خطر پېښ کړي.

د امریکا د ځنګلونو د ساتنې چارواکي وايي د جولاۍ په ۳۱ نېټه د یو اسماني برېښنا له کبله په دغه ځنګله کې اور بل شو، د اطفايي مامورانو د ګروف ګرنټ د ونې شاوخوا سیمې پاکې کړې او د اور د شغلو د مخنیوي لپاره یې یو لړ اقدامات وکړل.

په دغو ونو کې د جنرل ګرانټ په نامه یوه ونه ۲۶۸ فوټه جګه ده. په سیرا نیوادا کې بیا یو شمېر داسې لرغونې ونې هم شتته چې شاوخوا ۳۰۰۰ زره کاله عمر لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *