په مصر كې ۶۶ وسله وال وژل شوي

د مصر په سينا دښته کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ۶۶ وسله وال وژل شوي دي.

فارس خبري اژانس د مصر پوځي چارواکو له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې د دغه هېواد پوځيانو د سينا په العريش سيمه کې د داعش وسله والې ډلې په ضد عمليات تر سره کړي، چې ترې وروسته نښته را منځته شوې او له كبله يې دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

مصري پوځيانو دغه راز په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې له تېرې يکشنبې ورځې راهيسې عملياتو کې ۲۹۶ ترهګر او ۸ سرتېري وژل شوي دي.

د محمد مرسي واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د مصر سينا دښته د مرګونو نښتو شاهده ده، چې له كبله يې وسله والو او حکومتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *