د افغانستان شمال ختیځ تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د جندالله په نامه ډلې شپږ غړي یې نیولي دي.

د تخار امنیه قومندان جنرال نور محمد حکیمي په یوې خبري غونډې کې وویل، دغو کسانو د تېرې یکشنبې په ورځ غوښتل ددغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې ځای پرځای شي، خو ونیول شول.

د ښاغلي حکیمي په وینا، په لومړنیو ارزونو کې دوی منلې ده، چې د جند الله ډلې غړي دي او د ترهګرو بریدونو لپاره دغه ولایت ته راغلي وو:

”په چاردرې ولسوالۍ کې د جندالله ډلې غړي د امنیتي ځواکونو له خوا کشف شول، دوی غوښتل په اشکمش ولسوالۍ کې بریدونه وکړي. موږ ددوی شپږ غړي ونیول. دوی منلې ده، چې د جندالله غړي دي. دوی غوښتل چې د صلاح الدین په نامه د دوی د اشکمش ولسوال په امر مسلح شي او له امنیتي ځواکونو سره وجنګېږي.”

د تېر اګست میاشتې په وروستیو کې، هم د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي وو، د منځنۍ آسیا لپاره د جندالله ډلې مشر د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

دغې ادارې ویلي وو، قاري غلام حضرت چې په ابو حذیفه مشهور و، په کندوز ولایت کې وژل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *